تازه خبرونه

ولسي جرګې د اعتراض کوونکیو له استازیو سره خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

اعتراض کوونکي د تحصن له خیمو اته ورځې کیږي، چې د حکومت ضد شعارونه ورکوي او وایي، چې غوښتنې یې باید د ملي وحدت حکومت مشران ومني. دوی د ستونزې د حل لپاره له ولسي جرګې سره خبرو ته غاړه ږدي؛ خو وروستۍ هوکړې ته نه رسیږي.

د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي  ژمنه د یوې حللارې موندل د، چې حکومت او ولس له روان بد حالته وژغورل شي.

د اعتراض کوونکیو تنظیمونکی  آصف آشنا وایي، د نورو غوښتنو تر څنګ له حکومت غواړي، چې پرې د قوم پالنې او نور تورونه ونه لګوي.

معترض عبدالطیف پدرام وایي، که څه هم دا دولت زه په رسمیت نه پېژنم؛ خو غوښتنه مې داده، چې د خلکو غږ واوري او د روان ناورین مخه ونیسي.       

اعتراض کونکي وایی، چې حرکت یې مدني دی او هیڅ سیاسي لاس یې نه حمایه کوي.

حکومت تر اوسه د اعتراض کوونکیو د غوښتنو په تړاو څه نه دي ویلي؛ خو خلک غواړي، چې حکومت دې دغه ستونزه ژر حل کړي.

Trending

Exit mobile version