تازه خبرونه

ولسي جرګې ته د نوماند وزیرانو ورپېژندنه یوه اوونۍ وځنډول شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ټاکل شوې وه، چې د دوشنبې په ورځ د ولسمشر د دوه یم مرستیال له خوا ۹ نوماند وزیران ولسي جرګې ته ورپېژندل شوي وای؛ خو دغه بهیر یوه اوونۍ وځنډول شو، چې دا کار د ولسي جرګې د غړیو له غبرګونو نو سره مخ شو.

د ولسي جرګې غړی منور شاه بهادري د ولسي جرګې له غړیو وپوښتل، چې نن حکومت د ولسي جرګې ته سپکاوی وکړ او د جرګې اجندا یې وځنډوله، آیا تاسې کولی شئ یوه ورځ د حکومت اجندا هم وځنډوئ؟  

دولسی جرګې غړې شکیبا هاشمي په ډاګه کړه، چې ولسي جرګې ته د نويو نوماند وزیرانو نه ورپېژندل ولسي جرګې او اساسي قانون ته سپکاوی او درناوی نه کول دي.

د ولسي جرګې لومړی مرستیال همایون همایون وايي، چې د ولسي جرګي پرېکړې تل د حکومت له خوا په نظرکې نه دې نیول شوي. د نوموړي د څرګندونو له مخې حکومت او ولسمشر تل اساسي قانون ترپښو لاندې کوي.

د ولسی  جرګې منشي عبد القادرځاځی بیا وايي، چې په پارلماني چاروکې د دولت وزیر د یو لیک په رااستولو په ډاګه کړې، چي د یو لړ ستونزو له کبله د نوماند وزیرانو پېژندنه د عاشورا تر مراسمو ځنډیدلې ده.

سره له دې، چې د ملي یو وا لي حکومت درې کلن شو؛ خو اوس هم د دغه حکومت یو شمېر وزارتو نه او ادارې د سرپرستانو له خوا اداره کیږي، چې دا پخپله د سر پرستۍ له قانون سرغړونه ده.

Trending

Exit mobile version