تازه خبرونه
ولسي جرګې د نوملیکنې او تذکرو استازي استجواب کړل
ولسي جرګې د ټاکنو خپلواکمیسیون د دارالانشا سرپرست او د وګړیو د ثبت ادارې رییس د کاغذي تذکرو د وېش د څرنګوالي او د رایه ورکوونکیو د نوملیکنې په اړه د ځواب ویلو لپاره غوښتي وه.
د ولسي جرګې ځینې غړي وایي، اوسني وضعیت ته په کتو حکومت د رڼو او باور وړ ټاکنو تر سره کېدو لپاره هیڅ پلان نه لري.
په ولسي جرګه کې د بغلان استازی محی الدین مهدي وایي: امنیت نشته او حکومت د کمیسیون په چارو کې لاسوهنه کوي. جعلي تذکرې وېشل کیږي.
په ولسي جرګه کې د کندوز استازې فاطمه عزیز وایي: امنیت مهم دی. که امنیت نه وي رڼې ټاکنې به هم تر سره نشي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا سرپرست وایي، د ټاکنو لپاره یې پوره تیاری نیولی دی.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا سرپرست اورنګ زیب وایي: کمیسیون خپل چمتووالی نیولی او ۳۳ زره کارمندان کارکوي او درې میلون اودوه ویشت زره څلور سوه شپږ ویشت کسانو نوملیکنه کړې ده.
د وګړیو د ثبت ادارې رییس همایون محتاط وایي، کاغذي پېژندپاڼې د حکومت د پرېکړې پر بنسټ وېشل کیږي.
که څه هم د مسوولینو په وینا، په دې لار کې یو لړ ننګونې شته.
نوموړی په دې اړه زیاتوي؛ مونږ ۱۰۵۷ تیمونه لرو او له دې د ډېرو وړتیا نلرو.
د ولسي جرګې ځینې غړي وایي، حکومت، د ټاکنو خپلواک کمیسیون په چارو کې څرګنده مداخله کوي او ناامني یې د ټاکنو په وړاندې لویه ننګونه وبلله.
خبریال: رفیع صدیقي