پرمختګ او بشپړتیا

ولسي جرګې د ۱۳۹۸ کال ملي بودجه تصویب کړه

Published

on

Last Updated on: لړم ۲, ۱۴۰۱

د ولسي جرګې د بودجې او مالي چارو کمیسیون وايي؛ کابو یوه میاشت ملي بودجه وارزول شوه، چې په کې د مهمو بدلونونو له رامنځته کولو وروسته د رایو له مخې تصویب او منل شوه.

د دیارلس سوه اته نوییم مالي کال ملي بودجه، چې ۳۹۹ میلیارد افغانۍ ده د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې پرې بحث وشو. که څه هم د جرګې یو شمېر غړي وايي، چې ملي بودجه د سلیقو له مخې جوړه شوې او توازن په کې نشته او حکومت پر جرګه فشار راوړی، چې تصویب شي.

په ولسي جرګه کې د غزني استازی چمن شاه اعتمادي وایي، چې پارلمان د حکومت او مالیې وزارت تر ناقانونه فشارونو لاندې دی او نه غواړي، چې بودجې ته بشپړه پاملرنه وشي او په دې اړه د خلکو ستونزو ته د حل لار وموندل شي.

په ولسي جرګه کې د کوچیانو استازی حبیب افغان هم وایي، چې په ملي بودجه کې کوچیانو ته لږ افغانۍ په پام کې نیول شوي. په داسې حال کې، چې یو شمېر ولایتونو ته سترې پروژې د پام وړ دي.    

د ولسي جرګې د بودجې او مالي چارو کمیسیون مسوولین وايي، چې دوی کابو یوه میاشت ملي بودجه وڅېړله او لازم بدلونونه یې په کې راوستل.

د ولسي جرګې د بودجې او مالي چارو د کمیسیون رييس محمد عظیم محسني وایي، چې د سترو پروژو د څېړلو لپاره مو وخت او بودجه په  پام کې نیولې؛ اړین بدلونونه او اصلاحات هم ور زیات شوي دي.         

د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهیمي څرګنده کړه؛ د ۱۳۹۸ مالي کال بودجه ۳۹۹ میلیارد افغانۍ ده، چې ۲۷۵ میلیارد يې عادي او ۱۲۴هغه پراختیایي ده. له بحثونو وروسته دغه ملي بودجه رایو ته وړاندې کیږي. څوک یې، چې مني شنه او مخالف باید سره رایه پورته کړي.

په پای کې یاده بودجه د رایو په اکثریت تصویب او ومنل شو.

دا لومړی ځل دی، چې د ولسي جرګې په لومړۍ عمومي غونډه کې ملي بودجه تصویبیږي. د نورو کلونو ملي بودجې به څو ځله د نیمګړتیاوو د اصلاح لپاره ردیده.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د ملي بودجې یو پنځوس په سلو کې له نړیوالو مرستو جوړه شوې او ۴۱ سلنه به یې پر امنیتي برخو کې ولګول شي.

خبریال: رفیع صدیقي

Trending

Exit mobile version