تازه خبرونه

ځينې سیاسي مشران د شهیدانو پر وینو تجارت کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په ننګرهار کې د شهید د اوونۍ په نمانځغونډه کې د شهیدانو د کورنۍ غړیو پر حکومت نیوکه کړې، چې حقوق یې پروخت نه ورکوي او ځينې سیاسي مشران د شهیدانو پر وینو تجارت کوي.

شهیدانوته د درناوي په خاطر د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو ادارې هم د شهیدانو د اوونۍ نمانغونډه جوړه کړې.

په غونډه کې د شهیدانو د کورنیو غړیو پروخت د حقوقو د ورکولو غوښتنه وکړه او وایي، چې  په بېلابېلو برخو کې حکومت د یتیمانو او کونډو ژوندانه ته بشپړه پاملرنه نه ده کړې.

په دې غونډه کې پر سیاسي او حکومتي مشرانو لویه نیوکه دا وه، چې د خپلو ګټو په خاطر یې د شهیدانو پر وینو تجارت پیل کړی دي.

دیني عالم سید نثاراحمد هاشمي وايي، د چارواکو فساد، بې عدالتي او خپلسري نوره ولس ته د زغم نه ده.

د کار او ټولنیزو چارو ریس عبدالحکیم شېرازد د شهیدانو د کورنۍ د غړیو نیوکې او غوښتنې پرځای بولي؛ خو وايي، د لږ امکانات او روانه جګړه غوښتنو ته پر وخت د لاسرسي خنډ شوي دي.

ویل کیږي، چې په تېرو درې لیسزو کې د روانو جګړو له امله په بېلابېلو سیمو کې له شل زره ډېر کسان وژل شوي او ډېرو کورنیو ته اوس هم په مړه خېټه ډوډۍ نه رسږي او د ژوند سختې شپې تېروي.

خبریال: رحمت الله زیارمل

Trending

Exit mobile version