تازه خبرونه

ځينې پولیس په جرمي پېښو کې لاس لري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کورنیو چارو وزیر اعتراف کوي، چې ځينې پولیس په جرمي پېښو کې لاس لري.

د افغانستان په پلازمېنه او لویو ښارونو کې په پرلپسې توګه خونړي بریدونه او چاودنې کیږي؛  ګومانونه داسې دي، چې دغه بریدونه په کور د ننه له لارښود پرته ناشوني دي.

 د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک په لومړي ځل اعتراف کوي او وایي؛ منم، چې په ځینو جرمي پېښو کې پولیس لاس لري؛ خو له هغو سره کار ندی شوی. استخباراتو ته سپارښتنه شوې، چې له دغو پولیسو سره کار وکړي؛ د فاسدو او د ترهګرو نفوذي کسانو په پېژندنه کې برخه واخلي.

ښاغلي برمک د ګډوډۍ پر مخنیوونکیو پولیسو وروستي ځانمرګي برید ته نغوته(اشاره) کوي او ټينګار یې دا دی، چې په وینا یې ترهګر په کابل کې د سازمان شویو جرمونو له ډلو سره نږدې اړیکې لري او یو بل ته اطلاعات ورکوي.

د کورنیو چارو وزیر دا هم په ډاګه کړې، چې بریدګر په داسې جامو او بڼه د برید سیمې ته ننوځي، چې هیڅوک د بریدګرو ګومان پرې نه کوي.

د نوموړي په وینا؛ که څه هم په پلازمېنه کابل کې د جنايي جرمونو پېښې لږ شوي؛ خو زیاتوي، چې اوس هم په پولیسو کې فساد ډېر دی، چې له همدې کبله زیاتره وخت د ترهګریزو بریدونو په مخنیوي کې پاتې راځي.

خبریال: باعث حیات

Trending

Exit mobile version