بلخ @ps

ملې امنیت کوڅه ډبې کسان د مزار د ناامنه کولو لپاره پر وسلو سمبالوي- نور

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د بلخ پخواني والي نن سه شنبه خپلو ملاتړیو ته په ډاګه کړې، چې ملي امنیت یو شمېر کوڅه ډبي کسان د مزار د ناامنه کولو لپاره وسلوال کوي. زه به د دغو وسلوالو غاښونه پرته له دې ، چې له چا اجازه وغواړم مات کړم.  

په تېرو څو ورځو کې عطا محمد نور د ملګر متلونو سیاسي استازوالۍ( یوناما) لویې څارنوالۍ او امنیتي بنسټونو ته لیک لیږلی، چې په کې راغلي؛ کوڅه ډبې کسان له بلخه کابل ته رسیدلي، چې د وزیر محمد اکبرخان د سیمې د شهراني د اړوند کور په ملي امنیت میلمستون کې پر وسلو سمبالیږي او د مزارشریف د ناامنه کولو لپاره دغه ښار ته رالیږدول کیږي.

د هغه د څرګندونو له مخې؛ له اووه ورځو راهیسې هره ورځ د دولس او دوه نیم بجو ترمنځ کسان په سرچه موترونو کې د ملې امنیت میلمستون او د انجنیر داوود کور ته لیږدول کیږي. د معلوماتو له مخې هر کس ته ۵۰ زره افغانۍ ورکوي او په دې ودانۍ کې ورته وسلې ورکول کیږي، چې ځینې مزار شریف ته را استول شوي او یو شمېر نور هماغلته پاتې دي.

د بلخ نوي والي او ملې امنیت په دي اړه آریانا نیوز ته څه نه دي ویلې.

عطا محمد نور یو ځل بیا خبرداری ورکړ، چې د بلخ سنګر به له جمعیت سره له هوکړې پرته خوشې نکړي.

ښاغلی نور وایې، هیله من دی، چې له ملي وحدت حکومت سره کیدونکې خبرې ګټورې وي.

په دي وروستیو کې حکومت اعلام وکړ، چې پرېکړه یې وروستۍ ده او د افرادو بدلون یوه معمولې چاره ده. له همدي کبله د حکومت لخوا نوی معرفی شوي والي به ژر په کار پیل وکړي.

Trending

Exit mobile version