تازه خبرونه

نړۍ دې د ترهگرۍ په وړاندې د پاکستان مبارزه ومني- چین

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې د يوې خبري غونډې پر مهال څرګنده کړې، چې نړيواله ټولنه بايد د پاكستان لخوا له ترهګرۍ سره د پاکستان مبارزه په رسميت وپېژني.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هاو چوناينګ، پر پاكستان د ترمپ نيوكې هم وغندلې.

هاو څرګنده كړې، چې پاكستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه په لومړۍ كرښه كې مبارزه كوي او د دې مبارزې په برخه كې يې تر اوسه پورې د پام وړ لاسته راوړنې لري.

پاكستان او امريكا بايد د یو او بل درناوی وکړي او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه كې خپلمنځۍ همكاري هیره نه كړي.

د چین استازې دا هم په ډاګه کړې؛ هيله ده، چې د افغانستان لپاره د امريكا نوې تګلاره به د سيمې د ثبات او امنيت په برخه کېمرسته وكړي

Trending

Exit mobile version