تازه خبرونه

ګډې ټاکنې به د چنګاښ پر دوه یمه تر سره شي- صیاد

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسوولینو ویلي، چې ولسمشریزې ټاکنې به د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو پر ټاکنو سربېره د غزني ولایت د ولسي جرګې له ټاکنو سره ګډې د چنګاښ پر دوه ویشتمه ترسره کړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون میاشت وړاندې ویلي وه، چې د ولسمشریزو ټاکنو پر مهالوېش کار کوي. د یکشنبې پر ورځ یې دا مهالوېش اعلان کړ.

دوی د ولسمشریزو ټاکنو دغه ځنډ یو احتمالي وړاندیز ګڼي، چې په وینا یې د سیاسي ګوندونو او څارونکیو بنسټونو له نظریاتو وروسته به وروستی شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ريیس عبدالبدیع صیاد وایي: که امکان ولري مونږ پر همغې اعلام شوې نېټې ټاکنې تر سره کوو؛ خو ستونزې شته دی.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون ريیس عبدالبدیع صیاد بیا د خپلې پرېکړې لپاره داسې دلایل وړاندې کوي:  

قانون د قرآن پاڼه نده؛ له شرایطو سره په کې بدلون راتلی شي. هغه د شاعر خبره، چې:

په ماتــه کښتۍ سپور یم توپانونه دي په مخکې-

باید ونه وایو، چې:

 پر دغه لار یې بیایم که وم وم که نه وم نه وم.

د قانون له مخې؛ د ولسمشر دنده د پېنځم کال د غبرګولي پرلومړۍ د ټاکنو له ترسره کیدو وروسته پای مومي. ولسمشریزې ټاکنې به د یوې یا دوه میاشتو په ترڅ کې تر سره کیږي.   

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون بیا د ټاکنو خپلواک کمیسیون دا پرېکړه له اساسي قانون سره په ټکر کې ګڼي.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون منشي علي رضا روحاني وایي: د ټاکنو د ترسره کولو نېټه او وخت د ټاکنو خپلواک کمیسیون صلاحیت دی.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ ريیس یوسف رشید هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون دا پرېکړه لویه تېروتنه ګڼي او وایي: مونږ یوې پایلې ته رسیږو، چې دغه کمیسیون د ټاکنو د ترسره کولو ځواک او واک نلري؛ ځکه، نو له دغه کمیسیون سره د ټاکلې لار وهل تېروتنه نه، بلکې ستره ګناه ده.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون به په یوه ورځ د ګډو څلور ټاکنو مهالوېش د سیاسي ګوندونو او څارونکو بنسټونو له نظرونو وروسته، وروستی کړي.

خبریاله دیانا صمدي

Trending

Exit mobile version