تازه خبرونه
ولې ځینې ونې له ۱۰۰۰ کلونو ډېر ژوند کولی شي؟
په امریکا او چین کې ساینس پوهانو پر جینګو نومی ونې ، چې عمر یې له ۱۵ څخه تر ۶۶۷ کلونو پورې دی؛ څېړنې کړي او وموندلي یې دي، چې له لویدو س ره سره په کې د کمزورۍ نښې نښانې لیدل شوې ندي او ونې وده کوي.
د عمر ډېروالی او نورې ځانګړتیاوې یې لکه: د پاڼې کچه، د فوتو سنتیز وړتیا او د تخم کر یې له څرنګوالي او بدلون سره تړاو نلري.
څېړونکیو همدارنګه د جنیتیکي بدلونونو شونتیاوو ته پاملرنه کړې ده. دوی یې له لرګیو، پوټکو او ونو څخه د استخراج شویو حجرو پرتله کړې او ښیي، چې په بیولوژیکي جينونو کې یې د عمر پر تېریدو هیڅ راز بدلون ندی راغلی.
چین د جینګو ونو پلارنی ټاټوبي دي. دغه ونې پلنې پاڼې لري، چې په مني کې ژیړ رنګ خپلوي او سربېره پر دې فوسیلونه یې، چې د داینا سور تر زمانې رسیږي؛ د عمر پر اوږدیدو یې دلالت کوي.
په هر حال، یو شمېر جینګو ونې تر ۳۰۰۰ کلونو پورې عمر لري او د نړۍ په پارکونو او باغونو کې موندل کیږي؛ خو نسل یې د ورکیدو په درشل کې دی.