بی بی سی پښتو
لوګر کې ۸، سرپل کې ۱۱ او کندهار کې ۴ امنیتي کسان وژل شوي دي
د افغانستان د کانونو وزارت وايي، تېره شپه ناوخته ۱۲ بجې د لوګر ولایت د مس عینک پروژې پر ساتونکو برید شوی چې ۸ تنه یې وژل شوي دي.
د دې وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي بي بي سي ته وویل، دا ساتونکي سرتیري د مس عینک کان د امنیت لپاره هلته ګومارل شوي وو.
دی وايي، د پېښې د لا څېړلو په موخه د کانونو وزارت د کورنیو چارو وزارت سره په اړیکه کې دي.
- افغان ځواکونه: د تخار درقد ولسوالي مو ونیوه
- تخار ولایت ته مرستندوی کمانډو ځواکونه واستول شول
- حکمتیار: بهرني ځواکونه دې په حیا او عزت له افغانستانه ووځي
په ورته وخت کې د کورنیو چار وزارت مرستیالې ویاندې مروا امیني ویلي چې نن د چارشنبې په ورځ (د اپرېل ۲۲) سهار ۳ بجې د مس عینک د کان ساتونکو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې.
نوموړې وایي، ټول وسله وال وژل شوي او همدا راز ۸ تنه د کان د عامه خوندیتوب پولیس هم وژل شوي او درې نور یې ټپیان دي.
د مس عینک کان د لوګر ولایت د محمداغه ولسوالۍ په عینک سیمه کې دی، او د افغانستان لویو کانونو کې حسابېږيږي.
هاخوا د سرپل چارواکي وايي، وسله والو طالبانو تېره شپه په دریېو سیمو کې د پولیسو پر پوستو بریدونه کړي او ۱۱ امنیتي سرتیري یې وژلي دي.
د دې ولایت د والي ویاند ذبیح الله اماني بي بي سي ته وویل، وسله والو طالبانو په سوزمه قلا او سانچارک کې د پولیسو پر پوستو برید کړی او همدارنګه یې د دې ولایت په مرکز کې د ولسي پاڅون کوونکو او د ملي اردو په کنډکونو بریدونه کړي دي چې په پایله کې ۱۱ سرتیري وژل شوي،۱۹ ټپیان دي او یو سرتیری طالبانو له ځان سره بیولی دی.
د اماني په وینا په وژل شويو او ټپیانو کې ملي پولیس، سیمه ییز پولیس او ملي اردو شامله ده.
د دې ولایت د امنیه قومندانۍ رسنیزې برخې هم بي بي سي ته تایید کړه چې دې برید کې ۱۱تنه سیمه ییز پولیس، پولیس او د پاڅون کوونکو غړي وژل شوي او ۱۹ یې ټپیان دي.
هاخوا وسله والو طالبانو تېره شپه د کندهار ژړۍ او سپين بولدک ولسوالیو کې د پولیسو پر پوستو بریدونه کړي چې د چارواکو په خبره څلور پولیس وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.
د کندهار د پولیسو ویاند جمال ناصر بارکزی وایي، د پولیسو ځوابي برید کې ۲۹ وسله وال وژل شوي او ۱۶ نور ټپيان دي.
خو یوه امنیتي سرچینه وایي، د وسله والو برید کې شپږ امنیتي سرتیري وژل شوي دي.
غزني کې هم د طالبانو د ځاى پرځاى شوي ماين د چاودنې له امله څلور ملکيان وژل شوي.
د دې ولایت د والي ویاند عارف نوري وايي،تېره شپه شاوخوا نهه نیمې بجې د غزني – جغتو ولسوالۍ د لارې په اوږدو کې د خوګياڼو ولسوالۍ د پيرکي سيمه کې د ملکي کسانو پر موټر د طالبانو له خوا د ځاى پر ځاى شوي ماين په چاودنه کې ۴ ملکيان وژل شوي.
دی وايي، طالبانو تل د ملکیانو د کورونو څخه د سنګر په توګه کار اخیستی دی او په عامه لارو او ځايونو کې یې د ماينونو په ايښودو سره بې ګناه ملکيان وژلي.
همدارنګه له خوست څخه رارسیدلي راپورونه وايي، تېره ورځ وسله والو طالبانو ددې ولایت د موسی خېلو ولسوالۍ د تنګي سیمه کې د تندر قول اردو د لومړۍ لوأ پر ځواکونو برید کړی.
ددې ولایت د والي ویان ایمل خان مومند ویلي، چې امنیتي ځواکونو ددوی برید په شا تمبولی او دو ددوی یې ۲ وسله وال وژلي او دوه یې ژوبل کړي دي او همدارنګه زیاتوي چې ددې ولایت د تندر قول اردو ماین پاکوونکو ټیمونو د پکتیا، خوست او میدان وردګو ولایتونو اړوند سیمو کې ۶ کړۍ ماینونه کشف او شنډ کړي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه د دې پېښو مسولیت نه دی منلی او وایي چې په دې اړه پلټنې کوي.