تازه خبرونه
لوی ملي ائتلاف د اته کسیز جوړښت له مخې ولسمشریزې ټاکنې غواړي
د ولسمشریزو ټاکنو په درشل کې د حکومت مخالفو سیاسیونو داسې ناستې پاستې پیل کړې، چې ولسمشرۍ ټاکنو ته یو نوماند، چې درې مرستیالان به ولري او د لومړي وزیر څوکۍ ته به هم یو کس له درې مرستیانو سره دروي. په داسې حال کې، چې د افغانستان په اوسني نظام کې د لومړي وزیر څوکۍ نشته.
دغه سیاسي بهیر دا هم ویلي، چې نوماندان یې ځانګړي او مشخص شوي او ژر به اعلام شي.
د لوی ملي ائتلاف د مشرتابه غړی احمد ضیا مسعود وایي: دغه ائتلاف به راروانو ولسمشریزو ټاکنو ته له یو نوماند او درې مرستیالانو، یو لومړي وزیر او درې مرستیلانو سره ودریږي.
د ولسي جرګې ټاکنو د رایو بیا شمېرنه د دغه ائتلاف بله غوښتنه ده او وایي، په ۳۳ ولایتونو کې دې رایې بېرته وشمېرل شي، چې سپینې رایې له تورو هغو بېلې شي.
د احمد ضیا مسعود د څرګندونو له مخې؛ که د ټاکنو خپلواک کمیسیون هغه رایې، چې بایومتریک شوې ندي، وشمېري، د ولسمشرۍ په ټاکنو کې به د ټاکنو خپلواک کمیسیبون اوسني کمشینران ونمني.
د یاد ائتلاف د رهبرۍ بل غړی همایون همایون وایي: په ټول افغانستان کې د ترسره شویو رایو بیا شمېرنه دې وشي؛ بایومتریک رایې دې له نورو هغو بېلې شي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ۱۳ ولایتونو رایې بیا شمېرلي او غواړي هغه رایې هم وشمېري، چې بایومتریک شوي ندي؛ خو د رایو ورکوونکیو له نوملړ سره مطابقت لري.
خبریال: باعث حیات