تازه خبرونه

لویې څارنوالۍ د ثواب الدین مخکښ د سند څېړلو بهیر پیل کړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

لویې څارنوالۍ د هغه سند د څېړلو بهیر پیل کړ، چې ویل کیږي؛ د چارو ادارې د پخواني چارواکي ثواب الدین مخکښ لخوا په کې قوم پالنه شوې ده.

ولسمشر اشرف غني لویې څارنوالۍ ته امر کړی، چې دغه سند په هر اړخیز ډول وڅېړي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وایي، دغه سند، چې ثواب الدین مخکښ ته منسوب دی؛ په اړه به بې پرې څېړنې وشي.

په دغه سند کې، چې رسنیو ته لیک شوی؛ په کې د یوه قوم په پلوي لارښوونه شوې ده.

د چارو ادارې پخوانی کارکونکی ثواب الدین مخکښ د ځان په اړه دا تور ردوي او وایي، زه د عدلي او قضایي بنسټونو له لارې د دغې قضیې د څېړلو غوښتونکی یم او غواړم، چې رښتیا څرګنده شي.       

د حقوقپوهانو په وینا، د کار، له فساد سره د مبارزې او د جزا د قانون له مخې، تبعیض جرم ګڼل شوی دی.

حقوق پوه عین الدین بهادري وایي، د افغانستان د جزا قانون له مخې دا کړنه جرم ګڼل شوی او زه په دې اړه د ولسمشر پرېکړه ستایم.       

د مدني بنسټونو لخوا په دولتي ادارو کې د افشا ګرو د ملاتړ لپاره مصوبه هم جوړه شوې او سپارښتنه کیږي، چې که دولت دغه قانون تصویب او توشیح کړي؛ کیدای شي په دولتي ادارو کې د تبعیض او قومپالنې مخنیوی وشي.

خبریال: باعث حیات

Trending

Exit mobile version