تازه خبرونه
لویې څارنوالۍ د ټاکنو پخوانیو کمشنرانو ته پېنځه کلن بند غوښتی
د ولسي جرګې د تېرو لانجمنو ټاکنو تر ټولو ستره دوسیه د بدخشان ولایت د ټاکنو په پایلو کې د لاسوهنې ده، چې د ټاکنو د دواړو کمیسیونونو کمیشنران پرې تورن دي.
آریانا نیوز ته رسیدلي سندونه ښيي، چې لویې څارنوالۍ د ټاکنیزو کمیسیونونو پخوانیوغړیو او د دالانشا او تکنالوژۍ ريیسانو ته پېنځه – پېنځه کاله بند غوښتی دی.
د تورنو کسانو دوسیه له فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز او د عامه امنیت محکمې ته استول شوې؛ خو یوې محکمې هم د دغې دوسیې د فیصله کولو مسوولیت ته غاړه نده ایښي.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي دا هم څرګنده کړې، چې د ټاکنو خپلواکو کمیسیونونو پخوانیو کمیشنرانو د بدخشان ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو لومړۍ پایلې، د وروستیو پایلو په توګه اعلان کړي او اسلام یفتلي او صفی الله مسلم رایې یې ډېرې کړي دي. د همدې قضیې په تور د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د بدخشان ولایت د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون د دارالانشا رییس او دوه کمیشنران لویې څارنوالۍ ته معرفي کوي.
هغه زیاته کړې، چې د دغې مصودې او د افغانستان د قوانینو په رڼا کې به د اړوند کمیشنرانو دوسیې سترې محکمې ته ولیږل شي او پایله به یې بیا رسنیزه شي.
تورن کمیشنران وايي، چې د لویې څارنوالۍ څېړنې قانونې تشې لري.
د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون پخوانی کمیشنر عبدالبصیر فایز وایي، چې د هېواد د جزا کود له مخې کمیشنر په دې برخه کې خبرورکوونکی ګڼل کیږي. یعنې جرم یې په ډاګه کړی او عدلي او قضایي بنسټونه یژ پرې خبر کړي دي. د قانون له مخې کمیشنر د عدلي څېړنو لاندې باید رانشي.
اوس د ولایتي غړیو پر ځای د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون د مرکزي دفتر غړي په دغه قضیه کې ښکېل بلل شوي دي.
د لویې څارنوالۍ په یوه بل مکتوب کې لیدل کیږي، چې د ټاکنیزو شکایتونو د مرکزي دفتر غړي له ولایتي غړیو څخه اصلي سندونه، نه تسلیموي. په دغه مکتوب کې راغلي، چې د ټاکنو دواړو کمیسیونونو دغه پایلې له خپلې خوښې سره سمې جوړې کړي او اعلان کړي یې دي.
د بدخشان ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو معترض نوماند اسلام یفتلي وایي، چې کمیشنرانو ترې د پیسو غوښتنه کړې؛ خو کله، چې ما ونه منله له هغه بل اړخه یې پیسې واخیستې او هغه یې د بریالیو په نوملړ کې ونیوه.
لویه څارنوالي ټينګار کوي، چې څېړنې یې هر اړخیزې دي.
تورن کمیشران وايي، چې د لویې څارنوالۍ څېړنې نیمګړې دي او په وینايي، چې د جعل او تذویر اصلي کسان ندي پېژندل شوي.
د دغو اسنادو له مخې؛ که پر کمیشرانو لګیدلي تورونه ثابت شي؛ نو د بدخشان ولایت د ولسي جرګې غړي به هم بدلون ومومي.
خبریال: باعث حیات