تازه خبرونه
لویې څارنوالۍ د ملا تره خېل د جلب حکم صادر کړی
ملا تره خېل او د هغه ورور او د کورنۍ یو بل غړی یې، چې د حج او اوقافو د سرپرست په وهلو تورن دي، د لویې څارنوالۍ لخوا هغه ته د جلب لیږلو سره سره لویې څارنوالۍ ته نه دی حاضر شوی.
لویې څارنوالۍ ويلي، چې د قضیې په اړه یې د حج او اوقافو له سرپرست وزیر څخه د خپلو پوښتنو ځوابونه بشپړ کړي دي.
له دې ټولو سره سره له دغه ډول قضیو سره د سیاسي چلند او د معافیت کلتور په اړه اندېښنې شته او ځينې په دې باور دي، چې حکومت د زورواکو د محاکمې توان نلري.
حقوقپوه عبدالسبحان مصباح ویلي؛ په خواشینۍ، چې اوس هم د زورواکو د بښنې فرهنګ په خپل ځای پاتې دی او د عدلي او قصایي بنسټونو بېوسي هم روانه ساتل شوې ده.
لویه څارنوالي بیا وايي، چې د معافیت کلتور پای ته رسیدلی او قانون پر ټولو یو شان پلی کیږي.
لویه څارنوالي وايي چې د فوټبال د ښځينه لوبغاړو د جنسي ځورونو څيړنې یې بشپړې کړي دي او دوسیه یې محکمې ته لیږلې ده.
لویه څارنوالي وايي، چې په قتل، اداري او جنسي فساد او فزیکي تاوتریخوالي کې د ښکېلو حکومتي چارواکو لپاره یې دوسیې پرانیستې دي.
د دغه بنسټ د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان د فوتبال فدراسیون پخوانی رييس کرام الدین کریم، چې د ښځينه لوبغاړیو پر جنسي ځورونه تورن دی، لویې څارنوالۍ یې په اړه څېړنې بشپړې کړي او دوسیه یې محکمې ته استولې، خو تر اوسه یې محاکمه نده پیل شوې.