تازه خبرونه
لویه څارنوالي هغه دوسیې پڅې څېړي، چې سیاسي بڼه لري- څار څېړونکي
لویه څارنوالي، چې د فساد مخنیوي په برخه کې کار کوي او د فساد دوسیې یې څېړلي؛ خو اوس یې کارونه د نړیوالو او ملي بنسټونو تر څار لاندې راغلي دي.
ځینې بنسټونه وایي، د لویې څارنوالۍ چارې اوس لږ سیاسي شوې دي.
د افغانستان رونټیا څار څېړونکی ناصر تیموري ویلي، چې په تېرو پېنځه کلونو کې د ملي وحدت حکومت د کابینې د ځینو پخوانیو وزیرانو د فساد له شل دوسیو یوازې یوه څېړلې ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ څارنوالۍ هغه دوسیې پڅې څېړي، چې سیاسي بڼه لري.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي ټینګار کړی، د لسګونه جګپوړیو امنیتي چاروړاکو او پخوانیو وزیرانو دوسیې څېړل شوي او ځینې وزیران محاکمو ته را کښل شوي هم دي.
په ولسي جرګه کې د روزګان استازې ریحانه آزاد بیا د لویې څارنوالۍ له کړنو راضي نه ښکاري او وایي، چې ډېرې دوسیې یې سیاسي بڼه لري.
مخکې له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې ګډې خپلواکې کمیتې په خپل پېنځم راپور کې ویلي وه، چې د فساد په ضد مبارزه کې د لویې څارنوالۍ کړنې د رضایت وړ دي.