تازه خبرونه
څوک، چې د سولې خنډ کیږي؛ د افغانستان له مشرۍ بې برخی دی- عبدالله عبدالله
دا مراسم د افغانستان د سولې عالي شورا د پخواني رييس برهان الدین رباني د ترورو د اتمې کلیزې په مناسب جوړ شوي دي. برهان الدین رباني هغه ځانمرګي بریدګر وواژه، چې ویل کیدل د سولې د پیغام په پلمه تر هغه ور رسیدلی و.
په دې تلینغونډه کې زیاتره خبرې پر ټاکنو او سوله راڅرخیدلي دي.
د حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله، چې د سولې عالي شورا د پخواني مشر برهان الدین رباني د ترور په اتم تلین کې خبرې کولې په ډاګه کړه، چې که څه هم ټاکنې لومړۍ شوي؛ خو په وینا یې؛ سوله د افغانانو لومړیتوب دی.
د سولې عالي شورا رييس محمد کریم خلیلي ویلي، چې له ټاکنو وروسته باید ډېره پاملرنه سولې او د جګړې پای ته راوګرځي.
له دې غونډې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته هم ګوتڅنډنې وشوې، چې باید په ټاکنو کې د درغلیو مخه په جدي توګه ونیسي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاح الدین رباني د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته ګوتڅنډنه وکړه، چې که دا ځل په ټاکنو کې د درغلیو مخه ونه نیسي؛ نو په وینا یې زغم به ونکړي او پړه به هم د همدوي پر غاړه وي.
محمد محقق هم نیوکه وکړه، چې یو شمیر کسان له دولتي امکاناتو په کمپاین کې برخه اخلي.
د اجرائيي ریاست دوه یم مرستیال محمد محقق وایي، چې یو شمېر ناځوانه سیالان ټول قانوني معیارونه تر پښو لاندې کوي؛ هڅه کیږي، چې دولتي امکانات د ځان په ګټه وکاروي او دولتي ادارې هو د درغلیو له وهحوي.
برهان الدین رباني پخوانی جهادي مشر او ولسمشر په وروستیو کلونو کې د افغانستان د سولې عالي شورا ريیس د هغه ځانمرګي بریدګر لخوا، چې ویل کیږي د سولې د جعلي پیغام راوړونکی یې ځان معرفي کړی و؛ اته کاله مخکې په کابل کې ووژل شو.
خبریال: باعث حیات