تازه خبرونه
ملي تدارکاتو کمیسیون څلور پروژې منظورې کړې
د ولسمشرۍ د خبرپاڼې له مخې؛ پرون ماښام په ارګ کې د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمیسیون د ۱،۳ میلیارد افغانیو پر ارزښت۲۰ تدارکاتي مورده وارزول، چې په پایله کې د ۶۲۸،۶ میلیون افغانیو پر ارزښت څلور پروژې منظورې شوې.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې: د ۳۴ کیلومتر په واټن د کابل- غزني لویې لارې د اساسي ترمیم د قرارداد ورکړه، د لوړو زدکړو وزارت د ریفورم پروژې په ګډون د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي تاسیساتو د درملو تهیه او تدارک، د ملي دفاع وزارت د قطعاتو او جزوتامونو د اړتیا وړ ۱۲۷ قلمه البسې تدارک د قرارداد ورکړه او د خوست ولایت په مرکز کې د نمونهیي کمپلکس ودانۍ د قرارداد ورکړه؛ پروژې منظورې شوې.
دغه راز څرګنده شوې، چې کمېسیون له هر اړخیز غور او څېړنو وروسته په لاندې پروژو کې د وړاندېزونو له مخې ؛ د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت د بېلابېلو روغنیاتو د تهیه او تدارک په پروژه کې د بیې په زیاتوالي د مودې تعدیل، د چابهار بندر له لارې د هندوستان هېواد له کندولا بندر څخه ۱۳۰ زره متریک ټنه غنمو د لېږد پروژې تعدیل، د جوزجان ولایت په شبرغان ښار کې د ۱۵ کیلومتر په واټن حلقوي سړک د قیر او جوړولو په پروژه کې د بیې په زیاتوالي د مودې تعدیل، د هېواد په کورنیو هوايي ډګرونو کې د الوتکو د اړتیا وړ تېلو تدارک په پروژه کې د بیې په زیاتوالي تعدیل او د ۲۰۹ شاهین قول اردو قومندانۍ د ودانیو د هوايي تصفیې د دستګاه په قراداد کې د بیې له زیاتوالي پرته تعدیلات منظور شوي دي.
دغه راز په دې غونډه کې د ملي دفاع، کورنیو چارو، برښنا او اوبو د وزارتونو، د آریانا افغان هوايي شرکت او کابل ښاروالۍ د پرېکړو د تحقق پر راپورونو د دې کمیسیون پر مخکینیو پرېکړو او لارښوونو او په کاپیسا ولایت کې د ۱۰۰ بستریز روغتون د جوړولو پروژې د چارو پر څرنګوالي د کور او ښار جوړولو وزارت د راپور په اړه لازمې پرېکړې وشوې.
کمیسیون د دوه یمو واحدونو لپاره د پولي صلاحیت د ورکولو پر بنیاد د سیمهییزه ارګانونو خپلواکې ادارې وړاندیز په پرنسیپ کې تائید کړ؛ خو د حاجیانو د هوايي لېږد خدماتو پروژې قرارداد د بیې په اړه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وړاندېز ونمنل شو.
د یادونې وړ ده، چې په دې غونډه کې د ملي تدارکاتو کمیسیون پر رییس او غړیو سربېره له فساد سره د مبارزې پارلماني کاکس، د ولسي جرګې د مالي او بودجې او ملي اقتصاد کمیسیونونو، د غوڅ ملاتړ سیستیکا، د افغانستان د شفافیت څار بنسټ ملي او بین المللي څارونکیو هم حضور درلود.