تازه خبرونه

ملي اردو به له دفاعي حالت راووځي- اسدالله خالد

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر، چې  تازه د ولسمشر لخوا د سرپرست او کاندید په توګه معرفي شوی، وایي ملي اردو به له دفاعي حالت راووځي؛ د کوماندو ځواکونو په ګډون به ټول پوځیان په ترهګرۍ ضد عملیاتو کې دخیل شي.

د پاکستان او طالبانو ضد څېرې اوړمه ورځ د ملي دفاع وزارت چارې تر لاسه کړې، چې ور سره جوخت د افغان دولت د جګړې په کړنلاره کې د پام وړ بدلون تر سترګو شو.

د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد په خپل لومړني پیغام کې د ملي اردو له سرتېرو او منسوبینو وغوښتل، چې د دښمن په وړاندې بې رحمه او غصه ناک واوسي.

اسدالله خالد ملي دفاع وزارت ته په دې لید لوری ورغلی، چې پر پوځي فشارونو به طالبان سولې ته حاضر کړي.

هغه وایي،  ملي اردو به نور په دفاعي حالت کې نه وي او ټول ځواکونه به د ځانګړیو قوتونو په ګډون د ترهګرو پر پټنځایونو او ځالو بریدونه وکړي او هغوي به وځپي.

نوموړی په دفاع وزارت کې له روان وضعیت خوښ ندی او ټینګار کوي، چې په دفاع وزارت کې به قومي ونډو او د سرتېرو ناوړه حالت ته د پای ټکی کیښودل شي.

نوموړی ملي اردو ته امر کوي، چې د دښمن سر ووهي او سنګر یې ونیسي.

په داسې حال کې، چې د سولې بهیر په جدیت څارل کیږي؛ خو د ملي امنیت شورا سلاکار وایي، د دولت لومړیتوب د جګړې مدیریت او د ترهګرو او وسلوالو ډلو مسوولانه ځپل دي.

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وایي، اوس د سیاسي مخالفتونو او تعاملاتو پر ځای د جګړې مدیریت د دولت لومړیتوب دی او ترهګر به په پرېکنده او مسوولانه ډول وځپل شي.

په وروستیو ورځو کې دفاع وزارت ته د اسدالله خالد له ورتلو سره پر ترهګرو په ځانګړې توګه پر طالبانو پوځي فشارونه ډېر شوي او دا ډاډ هم څرګند شوی، چې ورسره به د جګړې معادله هم بدلون وکړي.

Trending

Exit mobile version