تازه خبرونه
ملي بودجه له ناوړې ګټې اخیستنې سره مخ شوې- افضلي
د روڼتیا څار بنسټ چارواکو په ډاګه کړې، چې په تېرو لس کلونو کې حکومت نه دی توانیدلی، چې د پراختیایي بودجې نیمایي برخه ولګوي.
د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ د راتلونکي مالي کال د بودجې په اړه یو راپور خپور کړی او ویلي یې دي، چې د ۱۳۹۷ مالي کال بودجه د ناوړه ګټې اخیستنې له خطر سره مخ ده.
د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ رییس محمد اکرم افضلي وایي، چې ملې بودجه د ناوړه استفادې له خطر سره مخ ده او حکومت نه دی توانیدلی، چې د بودیجې په برخه کې لازم سمونونه راولي.
د نوموړي په وینا؛ د تېر کال مالي بودجې د پام وړ کمولی موندلی، چې له ۱۶۱ میلیارد افغانیو څخه ۹۳ میلیارد افغانیو ته راټیټه شوې او حکومت هم په دي اړه قناعت ورکوونکی ځواب نه دی ورکړی.
د افغانستان د روڼتیا څاربنسټ غړی ناصر تیموري وایي؛ د څېړونکیو موندنې ښیي، چې په بودجه کې د حکومت یا ولسي جرګې لخوا ځانګړې لاسوهنې دي او د ۱۳۹۶ کال په پراختیایي بودجه کې یې ۳۷۰ پروژې د ۷۰ میلیون دالرو پر ارزښت دننه کړي دي.
ماليې وزارت تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.
خبریال: علی اصغري