پرمختګ او بشپړتیا

ملي شورا د وګړیو د احوال ثبتولو قانون، تعدیل تائید کړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د وګړیو د ثبت او احوال قانون په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان د ملي شورا په ګډ کمیسیون کې تائید شو.

په یاد تقنیي فرمان کې راغلي، چې په تذکرو کې باید ملت او ملیت دواړه ولیکل شي.

له دې مخکې ولسي جرګې په تذکرو کې د ملت او ملیت لیکل د رایو په اکثریت رد کړي وه.  

د ملي شورا د ګډې کمیټې غړی محمد هاشم الکوزی وایي؛ مونږ وکولی شول، چې د وګړیو د ثبت او احوال قانون برخلیک د کمیتو له غړیو سره روښانه کړو. د خوشحالۍ ځای دی، چې یاد قانون تائید شو او دا ښه زیری دی.  

د ملي شورا د ګډې کمیتې بل غړی عبدالحی اخندزاده زیاتوي، د مشرانو جرګې له غړیو سره له بحثونو وروسته د یاد قانو برخلیک روښانه او د تائید وړ شو.  

 د وګړیو د ثبت او احوال ادارې رییس همایون محتاط وايي؛ ښه شو، چې ملي شورا اړوند قانو تائید کړ. اوس به ډېر ژر د برښنايي تذکرو وېش پیل شي.

د نوموړي په وینا؛ دغه بهیر به لومړی له کابله پیل شي.

له څه باندې دوه کلونو راهیسې افغانان د برښنايي تذکرو وېش ته په تمه دي؛ خو اوس هم څرګنده نده، چې افغانان به څه وخت د برښنايي تذکرو خاوندان شي.

خبریال: رفیع صدیقی

Trending

Exit mobile version