تازه خبرونه

ملي امنیت په جلال آباد کې د داعش اووه جنګیالي نیولي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ملي امنیت په جلال آباد ښار کې د داعش هغه اووه جنګیالي نیولي، چې غوښتل یې د آزادۍ د نمانځنې پر مراسیمو برید وکړي. له نیول شویو کسانو سره ځانمرګي واسکتونه هم تر لاسه شوي.

دغه اووه  کسان د داعشي جنګیالیو پر تور د جلال آباد ښار د قصبې په سیمه کې د ملي امنیت سرتېرو نیولي دي.

د ننګرهار والي حیات الله حیات وايي، دغو معلوم الحاله داعشیانو غوښتل، چې له انګریزانو څخه د خپلواکۍ د بېرته اخستلو د کلیزې پر مراسیمو برید ترسره کړي.

د نیول شویو کسانو په ډله کې تورن عبدالصمد او محمد پخپلو جرمونو اعتراف کړی او ویلي یې دي، چې په ښار کې یې بریدونه پلانول.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې پر داعش سربېره طالبانو هم په ننګرهارکې خپل حرکتونه ډېر کړي.

والي حیات الله حیات وايي، د سرې قطعې سلګونه طالبان د خوږیاڼیو تنګي ته راغلي او له داعش سره پر جګړه بوخت دي.

د ننګرهار د ولایتي شورا رييس احمدعلي حضرت د سرتېرو هڅې او لاسته راوړنې ستايي؛ خو د طالبانو د سرې قطعې راتګ ته اندېښمن دی.

بلخوا د ننګرهار امنیتي مسوولین وايي، چې د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو د کلیزې د نمانځلو مراسیمو لپاره کلک تدابېر نیول شوي او د حالت د ښوالي په موخه به په ځینو سیمو کې چاڼیزعملیات هم ترسره شي.

خبریال: رحمت الله زیارمل

Trending

Exit mobile version