تازه خبرونه

ملي امنیت په ننګرهار کې اووه داعش او دوه طالب جنګیالي نیولي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ننګرهار چارواکو ویلي، چې ملي امنیت ریاست په مخ پټو جنګیالیو کې اووه داعشیان او دوه له طالب سره د ملګرتیا پر تور نیولي دي.

 د ننګرهار والي حیات الله حیات وايي، په دې ډله کې د داعش مالي او د جلب جذب مسوولین هم شته او زیاتوي؛ ټول نیول شوي کسان خپل جرمونه مني.

نوموړي زیاته کړې؛ دا نهه وسلوال جنګیالي د ملي امنیت سرتېرو، په بهسودو، خوږیاڼيو، غني خېلو ولسوالیو او جلال آباد ښار کې نیولي دي.

نیول شوي کسانو ويلي، چې له څه وخت راپدیخوا یې د حکومت ضد بېلابېل فعالیتونه تر سره کول.

د ننګرهار والي حیات څرګنده کړې؛ په ننګرهار کې د وسلوالو ډلو د ځپلو لپاره جدي هڅې روانې دي او همهاله په سره ردو، نازیانو، خوږیاڼو او حصارک ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو عملیاتو روان دي، چې ګڼې لاسته راوړنې لري.

نوموړي زیاته کړې، چې نازیان د وسلوالو مخالفانو څخه بشپړ پاک شوی او په نورو سیمو کې  پرمختګ روان دی.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په جلال آباد ښار کې هدفي وژنې یو ځل بیا ډرې شوي او په یوه تازه پېښه کې د والي حیات الله حیات ورور د لومړۍ ناحیې دوه سرتېرې مرګونې وهلي دي.

خبریال: رحمت الله زیارمل

Trending

Exit mobile version