بلخ @ps

ملي امنیت په بلخ کې طالب ولسوال او یو نفوذي کس نیولی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ملي امنیت ځانګړیو ځواکونو د بلخ ولایت نهرشاهي ولسوالۍ ته د نومول شوی طالب ولسوال او یو نفوذي کس له نیولو خبر ورکړی دی.

د ملي امنیت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د نهر شاهي ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال غیب الله د بلخ د طالب والي مولوي قدرت الله لخوا یادې ولسوالۍ ته ورپېژندل شوی و.

دغه راز د ملي امنیت عمومي ریاست زیاته کړې، چې په یو لړ نورو عملیاتو کې د چمتال ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو یو نفوذي غازي محمد نومی، چې غوښتل یې له طالب ملا منصور سره د اړیکو له ټینګولو وروسته د چمتال ولسوالۍ د یوې امنیتي پوستې قومندان د انګورباغ په اړوند سیمه کې ترور کړي او پوسته یې طالبانو ته وروسپاري؛ خو له پېښې مخکې د ملي امنیت د ځانګړیو سرتېرو لخوا پرته لدې، چې چاته زیان ورسوي ونیول شو.

نیول شویو کسانو خپل جرمونه منلي او تر څېړنو او پلټنو لاندې دي.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version