بی بی سی پښتو

ملي امنیت شورا: طالبانو د افغانانو پر ضد تاوتریخووالی ډېر کړی

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۶, ۱۳۹۹)

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي، سره له دې چې افغان حکومت د سولې لپاره خپلې هلې ځلې چټکې کړې دي، خو طالبانو برعکس، د دې شورا په ټکو، د افغانانو پر ضد تاوتریخوالی ډېر کړی دی. بل لور ته د ناټو سرمنشي ینس ستولټنبرګ نن سې شنبه یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې تاوتریخوالی دې کم کړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل په یوه لنډ ویډیویي پیغام کې ویلي، طالبانو ته پکار ده چې افغان وژنه بنده کړي، پر دایمي او سرتاسري اوربند هوکړه وکړي او له افغانانو سره سوله وکړي.

تر دې وړاندې ښاغلي فیصل ویلي وو چې په تېرو دوه ورځو کې د طالبانو زندانیان نه دي خوشي شوي، خو زیاته کړې یې وه چې د بندیانو د خلاصون چاره به روانه وي.

پر طالبانو د ناټو غږ:

بل لور ته د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی دی چې تاوتریخوالی دې کم کړي. نوموړي دا غوښتنه نن سې شنبه بروکسل کې یوه ویډیویي خبري کنفرانس کې تکرار کړه.

نوموړي وویل، د طالبانو بریدونه زیان رسوونکي دي، نو پکار ده چې دا ډله خپل بریدونه ختم کړي او له امریکا سره شوې هوکړه عملي کړي.

ښاغلي سټولټنبرګ یو ځل بیا ټینګار وکړ چې ناټو د بین الافغاني خبرو لپاره د ټولو هلو ځلو ملاتړ کوي، او طالبانو ته یې یو ځل بیا ور یاده کړه چې له پوځي لارې دا جګړه نشي ګټلی.

Getty Images
زلمي خلیلزاد په دوحه کې له طالب استازو سره کتلي دي

هاخوا قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، د قطر د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال لومړي وزیر په کوربتوب دا ډله او امریکايي لوری د سولې تړون پر بشپړ پلي کولو وغږېدل.

د سهیل شاهین په خبره، د طالبانو د قطر دفتر مشر او د دې ډلې مرستیال مشر ملا بردار اخوند په مشرۍ د دوی مرکچي پلاوي د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له مشر جنرال سکاټ مېلر سره دوحه کې پرون دا خبرې درلودې:

“دوی د تړون پر بشپړ پلي کولو او د بندیانو خوشي کېدو کې پر ځنډ خبرې وکړې. دواړه لوري د طالب- امریکا له تړوه پر سرغړونو او د هغوی پر حل لارو هم سره وغږېدل”.

https://twitter.com/suhailshaheen1/status/1249813956744613889

د بندیانو د خلاصون؛ یوه جنجالي موضوع:

د امریکا او طالبانو ترمنځ د تېرې فبرورۍ میاشتې پر ۲۹ د لاسلیک شوي تړون له مخې په پام کې وو چې د مارچ تر لسمې افغان حکومت پنځه زره او طالبان د حکومت زر زندانیان خوشي کړي.

د بندیانو د خوشي کولو لپاره د طالبانو او افغان چارواکو له دوو ویډیو غونډو وروسته دې ډلې تېره اونۍ یو پلاوی کابل ته ولېږه، چې حکومت ته د ور کړل شوي نوملړ له مخې د خپلو بندیانو خوشي کول کره کړي.

خو دا بهیر وروسته له هغه یو ځل بیا جنجالي شو چې څو ورځې وړاندې حکومت وویل، هغه ۱۵ طالبان نه خوشي کوي چې په لویو بریدونو کې ښکېل وو او طالبان یې پر خوشي کېدو ټینګار کوي.

خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هغه مهال بي بي سي ته وویل، دا ۱۵ تنه په هغه نوملړ کې شته چې پخوا مقابل لوري ته سپارل شوی و.

BBC
افغان حکومت تر ۳۶۰ طالب بندیان خوشي کړل

که څه هم وروسته د طالبانو پلاوی له کابل ووت، خو افغان حکومت د بندیانو خوشي کولو لړۍ پیل کړه، مګر طالبان وايي، دا بندیان د طالب- امریکا تړون سره سم نه دي خوشي شوي.

له بلې خوا دې ډلې تېره یکشنبه کندهار کې ۲۰ بندیان سور صلیب ته وسپارل، چې د افغان حکومت سرتېري یې بولي، خو د کندهار امنیه قومندان دا کسان ملګي وګړي بولي.

Trending

Exit mobile version