بی بی سی پښتو

ملي امنیت شورا: طالبانو له امریکا سره تر هوکړې وروسته ۲۸۰۴ بریدونه کړي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۳۹۹)
Getty Images

افغان حکومت وايي د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له هوکړې وروسته هره ورځ لږ تر لږه ۱۵ افغان ملکیان د طالبانو په بریدونو کې وژل کېږي او ټپیانېږي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د ملکیانو د وژلو له اړخه تېره اونۍ خونړۍ وه. د دې شورا ویاند جاوېد فیصل نن د شنبې په ورځ (د اپرېل ۲۵/غویي ۶) وویل، په یوه اونۍ کې ۳۴ تنه ملکیان وژل شوي او ۶۶ نور یې ټپیان دي.

ښاغلي فیصل زیاته کړه، د طالبانو او امریکا سره د سولې ترهوکړې وروسته طالبانو ۲۸۰۴ بریدونه کړي چې دده په ټکو په منځني ډول ۵۱ بریدونه کیږي او دې کې یې ۷۸۹ افغان ملکیان وژلي یا یې ټپیان کړي دي:

“وسله وال طالبان سولې ته ژمن نه دي او لاهم د افغانانو وژنې دوام ورکوي او په ترهګرو بریدونو کې یې د پخوا پرتله ډېروالی راغلی دی، چې په ټوله کې د سولې د بهیر په زیان دي.”

ښاغلي فیصل وویل چې تېره اونۍ د ملکیانو لپاره خونړۍ وه چې طالبانو وژلي او یا یې ټپیان کړي چې دا ورته د اندېښنې وړ مسله وه.

خلیلزاد: افغان مشران باید وګړو او هېواد ته لومړیتوب ورکړي

خلیلزاد: د بندیانو د خوشي کولو وخت را رسېدلی دی

یوناما: ‘د افغانستان له راتلونکې ادارې سره ګډ کار ته ژمن یو’

فیصل همداراز وویل، په تېرو ۵۱ ورځو کې چې طالبانو ۲۸۰۴ بریدونه کړي افغان ځواکونو ورته ځواب ویلی دی چې د ده په ټکو ۲۷۳۷ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او دوی هم له دې جګړې خوندي نه دي پاتې.

نوموړی هیله ښیي چې طالبان باید د روژې د مبارکې میاشتې په خاطر تاوتریخوالی کم کړي او پر دوی غږ کوي چې د سولې له پروسې سره یوځای شي او خپل ملکي افغانان ونه وژني.

همداراز د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دې ته په اشاره، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه د افغانستان لپاره یو تاریخي فرصت برابروي، ویلي امریکا او متحدین یې، په حقیقت کې نړیواله ټولنه، پر افغان مشرانو غږ کوي چې خپل هېواد او خلکو ته لومړیتوب ورکړي.

ښاغلي خلیلزاد په ځینو ټوېټونو کې د ناټو د هغې خبرپاڼې هرکلی کړی چې له طالبانو یې د تاوتریخوالي او د افغان سیاسي مشرانو ترمنځ د کړکېچ پای ته رسېدل غوښتي.

https://twitter.com/US4AfghanPeace/status/1253834715498512384

ښاغلي فیصل د طالب بندیانو په اړه وویل، چې د ولسمشرغني د فرمان پر بنسټ تر اوسه ۵۵۰ بندیان په ۱۸ ولایتونو کې خوشي شوي او ۹۵۰ به نور هم خوشي کېږي، چې د ده په ټکو دا لړۍ به ۱۵۰۰ بندیانو ته ورسېږي:

“موږ د بندیانو د خوشي کولو لړۍ نه ده درلولې او غواړو د سولې په پروسه کې پرمختګ وشي او هم وکولی شو د کورونا وېروس سره مبارزه وکړي، خو برعکس طالبانو په خپلو ژمنو باور نه دی کړی، هغه بندیان یې نه دي راخوشي کړي کوم لېست چې افغان حکومت ورسپارلی و، خوشي کسان د هغه لېست په مطابق نه و چې باید خوشي شوي وای.”

ښاغلي فیصل زیاته کړه چې طالبان دې د خپلو ولکو لاندې سیمو کې روغتیايي ټیمونو ته اجازه ورکړي چې بې وزلو سره مرستې وکړي.

پر افغان دولتي ځواکونو د طالبانو د بریدونو د ډېرېدو په درشل کې، دغې ډلې ویلي، له امریکا سره د سولې لاسلیک شوې هوکړه کې د افغان ځواکونو پر وړاندې د جګړې د درېدو یا جګړې درولو په اړه هېڅ خبره نه ده شوې.

د طالبانو یوه ویاند بي بي سي ته ویلي، د تاوتریخوالي کمېدل او د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د جګړې درېدل به په بین الافغاني خبرو کې د بحث وړ موضوع وي.

Trending

Exit mobile version