تازه خبرونه
ملي امنیت د طالبانو له منګولو د یوزدکړیال له ژغورلو خبر ورکوي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د ملي امنیت لوی ریاست په یوه خبرپاڼه کې په ډاګه کړې؛ د یو خصوصي پوهنتون زدکړیال(محصل) خیرالله د زمرک زوی، څه موده وړاندې د کابل- جلال آباد له لویې لارې تښتول شوی و؛ د ملي امنیت لوی ریاست د کارکوونکیو لخوا د ننګرهار ولایت په ښیوه ولسوالۍ کې د تښتوونکیو له منګولو ژغورل شوی دی.
سرچینې زیاته کړې؛ تښتوونکي د طالبانو اړوند کسان دي، چې د یاد زدکړیال د خوشې کولو په بدل کې یې لومړی۸۰۰ زره او بیا وروسته ۲۰۰ سوه زره امریکایي دالر غوښتي وه؛ خو کورنۍ یې د یادو دالرو له ورکولو عاجزه شوې وه.
طالبانو تر دې دمه د یادې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.