تازه خبرونه

ملي دفاع وزارت ژور سمونونه پیل کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

ملي دفاع وزارت د فساد پر ضد د جدي مبارزې او ژورو سمونونو پر راوستو ټینګار کوي.

د ناتو دفاع وزیرانو د بروکسل په وروستۍ غونډه کې د افغان ځواکونو پر پیاوړتیا، د هوایی ځواک پر پراختیا او د نورو همکاریو ژمنه کړې وه او ویلي یې ول، چې افغان هوایي ځواکونو ته به نورې چورلکې او الوتکې هم ورکړ شي؛ خو په بدل کې یې له افغان حکومت غوښتنه شوې وه، چې په دولتي ادارو په ځانګړې توګه  په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې باید له فساد سره جدي مبارزه وشي.

مسوولین وایي، په تېر یوه کال کې د وزارت په تړونونو کې شپږ اعشاریه یو میلیارد افغانۍ سپمول شوي او لسګونه ټیټ پوړي او جګپوړي منسوبین له دندو ګوښه شوي دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری وایي، په ملي دفاع وزارت کې د فساد په وړاندې مبارزه ګړندۍ شوې او هر هغه څوک، چې په فساد کې لاس لري؛ دا وزارت به یې نیسې او څارنوالۍ ته به یې ورپېژني.

افغان حکومت تل له فساد سره د جدي مبارزې ژمنه کړې؛ خو تر اوسه نه دی توانیدلی، چې نړیواله ټولنه قانع کړي.

د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ رییس اکرام افضلي له دې کړنلارې سره د فساد په وړاندې مبارزه ستونزمنه بولي او وایي، له فساد سره به مبارزه هغه مهال نتیجه ورکړي، چې یو خپلواک بنسټ جوړ شي. له دې پرته به دا کار ستونزمن او ان ناشونی وي.

مخکې له دې هم په امنیتي بنستونو کې د پراخ فساد په اړه ویل شوي وه او څرګنده شوې، چې د جګړو او افغان ځواکونو د تلفاتو یو ستر علت همدا فساد او درغلۍ دي.

Trending

Exit mobile version