تازه خبرونه

ملي وحدت حکومت له قانون پورته روان دی- سپنتا

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

له آریانا نیوز سره په ځانګړې مرکه کې د تېر حکومت د ملي امنیت شورا سلاکار داکتر رنګین دادفر سپنتا پر ملي وحدت حکومت سختې نیوکې وکړې او وایي، چې دغه حکومت له قانون پورته روان دی او واک یې انحصار کړی دی.

دی زیاتوي، چې خلکو ته د حکومت خدمتونه، نه رسیږي او حکومتي چارې په تیاره کې پر مخ روانې دي.

د پخواني ولسمشر د ملي امنیت شورا سلاکار رنګین دادفر سپنتا د ملي وحدت حکومت له خوا د واک  انحصار او د ولس حاکمیت بابیزه ګڼل د روانو ستونزو زیږنده ګڼي او وایي، حکومت د خلکو د غولولو له لارې د حکومت دوام ته زمینه برابروي.

د تیر حکومت دغه چارواکی ټينګار کوي، چې په سوله ییزه توګه د دغه نظام د بدولو اړتیا لیدل کیږي.

سپنتا وايي، چې د ملي وحدت حکومت مشروعیت له ډېرو پوښتنو سره مخ دی او د ده په باور د نطام د بدلون لپاره قانوني لارې باید وکارول شي.

ښاغلی سپنتا ټينګار کوي، چې د ستونزو د حل لپاره په کار ده، چې حکومت جوړونه باید په کور د ننه وشي او په لویو پرېکړو کې د نړۍ د سترو هېوادونو اغېز را کم کړشي.

دا په داسې حال کې ده، چې حکومت تل ناامني د اقتصادي ودې او پراختیا خنډ ګڼلی دی.

Trending

Exit mobile version