تازه خبرونه

ملي وحدت حکومت د تلپاتې سولې او ثبات لپاره منظمه تګلاره نلري- مسعود

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

سیاسي ګوندونه پر ملي وحدت حکومت نیوکه کوي، چې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره منظمه تګلاره نلري.

له هغې وروسته، چې ولسمشر غني ننګرهار ولایت ته په خپل وروستي سفر کې(د وږي ۱۲) له پاکستان سره هر ډول سیاسي خبرو ته تیاری وښود؛ په اړه یې سیاسي ګوندونو غبرګون څرګند کړ.

دوی وايي، چې له پاکستان سره د هر ډول خبرو بشپړ معلومات باید له سیاسي ګوندنو او خلکو سره شریک شي.  

د افغانستان د ملي اجندا رییس احمد ولي مسعود وايي، چې د ملي وحدت حکومت د سولې لپاره منظمه کړنلاره نلري؛ نو، ځکه به له پاکستان سره هر ډول خبرې مثبتې پایلې ونه لري.

د افغانستان د نوې ملي جبهې ویاند وحیدالله غازي خېل هم ټینګار کوي، چې له پاکستان سره باید رڼې او له چل- ول پرته خبرې وشي.

کابل له پاکستان سره څو ځله په څو اړخیزو غونډو کې ګډون کړی؛ خو تر اوسه دغو غونډو هیڅ ډول مثبته پایله نه ده لرلې او په افغانستان کې ستونزې ورځ تر بلې ډېرې شوې دي.

د نظر خاوندان ویلي، چې پاکستان په خپلو خبرو کې صادق نه دي.

Trending

Exit mobile version