تازه خبرونه

ملي وحدت حکومت پخپل وخت د ټاکنو د ترسره کولو اراده نلري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ اجرائیه رييس یوسف رشید څرګنده کړې، چې حکومت د ټاکنو تر سره کولو ته نیت نلري او د ټاکنو خپلواک کمیسیون هم خپلواکه نه دی. د حکومت او کمیسیون تر منځ واټن پراخه شوی او د ټاکنو خپلواک کمیسیون کارتونه هم له لومړنیو پړاوونو تېرشوي نه دي. حکومت او کمیسیون دواړه پخپل وخت د ټاکنو د تر سره کولو وس نلري او کیدی شي تر سره کول یې وځنډیږي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مرستیال معاذالله دولتي وايي؛ مونږ اوس هم د حکومت لخوا د بشپړ مالي ملاتړ او د ټاکنیزو حوزو د امنیت خوندي کولو ډاډ نه دی ترلاسه کړی؛ کمیسیون د ټاکنو طرحه حکومت ته سپارلې او لس مکتوبونه یې لیږلي؛ خو حکومت تر اوسه هیڅ ډول ځواب نه دی ورکړی.

د افغانستان د شفافو ټاکنو د بنسټ ريیس نعیم ایوب زاده بیا په دې باور دی، چې حکومت د ټاکنو خپلواک کمیسیون په چارو کې لاسوهنه کوي او د کمیسیون چارې یې پڅې کړې دي.  

ولسمشرۍ او سپېدار ماڼۍ بیا دا نه مني، چې ګواکي د ټاکنو خپلواک کمیسیون په چارو کې لاس وهي؛ خو ټینګار کوي، چې د راتلونکیو ټاکنو د تر سره کولو لپاره اراده پخه شوې ده.

د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست سید شاه حسین مرتضوي وایي، حکومت پخپل وخت د ټاکنو تر سره کولو ته ژمن دی؛ مالي لګښت او امنیت ته یې هم ځانګړې کړنې تر سره شوې دي.

د اجرائيه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل د ټاکنو د تر سره کولو ډاډ ورکوي او پوښتي: کله، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون خپلواک وي بیا؛ نو ولې یې تر سره کولو ته چمتوالی نلري. په داسې حال کې، چې حکومت پخپل وخت د ټاکنو ترسره کولو ته پخه اراده او چمتوالی لري.

له دې مخکې هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسوولینو ویلي وه، چې ښايي پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې پخپل وخت تر سره نه شي؛ یوه یا دوه میاشتې وځنډیږي.

خبریاله: افسون محمدي

Trending

Exit mobile version