تازه خبرونه

ملي ګټو ته له پام پرته د ائتلافونو جوړول د هېودا په زیان دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د بلخ والي عطامحمد نور، د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم او د اجراییه ریاست د دوه یم مرستیال محمد محقق ائتلاف په ولسي جرګه کې له غبرګونونو سره مخ شو.

 په ولسي جرګه کې د هرات استازی غلام فاروق نظري وایي، دا ډول ائتلافونه د ملي ګټو پر بنسټ نه دي او ځینې کړۍ د خپلو شخصي ګټو لپاره پرې لاس پورې کوي.

د نوموړي په وینا؛ د هېواد په اوسني حالت کې باید له نظامه ملاتړ وشي او له بحرانه وژغورل شي.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار استازې سایره شریف وایي؛ کله، چې په حکومت کې وي او امتیازات لري؛ هیڅ خبره نه ده؛ خو ، چې امتیازات ترې واخیستل شي بیا ائتلافونه جوړوي او پخپله د بحران رامنځته کوونکي کیږي.       

د ولسي جرګې غړی الماس زاهد وایي، د ائتلافونو جوړول د خلکو په ګټه ده او هیله ده، چې دا حرکتونه ثبات رامنځته کړي.    

د ولسي جرګې دوه یم مرستیال محمد نذیر احمد زی وایي، د اساسي قانون په اډانه کې د ائتلافونو جوړول او لاریونونه تر سره کول د ستاینې وړ دي؛ خو له دې ور اخوا اقدام به د ولسي جرګې له مخالفت سره مخ شي.

د نوموړي په وینا؛ د خلکو پر سرنوشت باید بله سیاسي لوبه پیل نشي.

د ولسي جرګې غړي ټینګار کوي، چې هېواد له ستونزمنو شرایطو سره مخ دی؛ امنیتي او سیاسي کړکیچ بې باوري پراخه کړې او اړتیا ده، چې د حکومت ملاتړ وشي که څه هم نیمګړتیاوې لري.

د دوی د ویناوو له مخې؛ که له نظام ملاتړ ونه شي، وضعیت به نور هم خراب شي.

Trending

Exit mobile version