تازه خبرونه

ملي پولیسو په میدان وردګو کې د طالبانو وسلې تر لاسه کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د میدان وردکو سیمه ییزو مسوولینو ویلي، چې ملي پولیسو د دغه ولایت د چک ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د طالبانو یو میل درنده وسله، ۱۲ کړۍ د وسایطو ماینونه او بېلابېلې وسلې تر لاسه کړي دي.

افغان امنیتي ځواکونو د میدان وردګو د چک ولسوالۍ په ځانګړیو عملیاتو کې یو ۷۵ ملي متري توپ، چې لومړۍ او دوه یمه لویه لار ترې په امن نه وه او طالبانو تل د امنیتي ځواکونو پر ضد کاراوه؛ تر لاسه کړی دی.

امنیتي مسوولینو دا هم په ډاګه کړې، چې په دې عملیاتو کې ۱۲ کړۍ د وسایطو ماینونه، یو میل برنو وسله، یو میل کلاشنکوف او یو میل پېنځه ټکه هم د پولیسو لاسونو ته لویدلي دي.

ویل کیږي، چې د روان کال په بهیر کې د میدان وردګو پولیسو له طالبانو لسګونه میله وسلې نیولې دي.

Trending

Exit mobile version