تازه خبرونه

کنګو تبې په افغانستان کې اندېښنې رامنځته کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د عامې روغتیا وزارت ویلي؛ د هېواد په نهه ویشت ولایتونو کې کنګو تبه پېژندل شوې، له ۲۰۰ کسانو څخه ډېر پرې اخته دي او له تېرو اته میاشتو راپدیخوا یې دوه دېرش کسان مړه کړي دي.

کنګو ناروغي انسانانو ته له څارویو څخه خمنډ‌ک رالیږدوي، چې ډېره خطرناکه یادیږي. دغه ناروغي  په ۲۰۱۱  کال په اووه ولایتونو کې وه؛ خو له تېرو اته میاشتو راپدیخوا په نهه ویشت ولایتونو کې پرې دوه سوه اووه شپېته کسان اخته شوي، چې تر دې دمه ترې دوه دېرش تنه مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د ساري ناروغیو د مخنیوي رییس داکتر شاه ولي معروفي دغه څرګندونې زړه بوږنوونکې بولي او له خلکو غواړي، چې د دې ناروغۍ د وقایې لپاره د داکترانو لارښوونو ته جدي پاملرنه وکړي.

نوموړي دا هم په ډاګه کړې، چې پر حیواناتو باید درمل ووهل شي او پر هغو څارویو، چې خمنډک لیدل کیږي باید له پلوراو پېر یې ډډه وشي. د دغې ناروغۍ د لیدلو پر مهال باید ماسک، عینکې، اوږده چپن، موزې او دستکشې اړینې دي. دغه راز باید څاروي له حلالیدو وروسته  تر نیم ساعته په پوستکي کې وساتل شي، چې له دې سره یې د زیانونو کچه راټیټیدی شي.

ښاغلی معروفي ټینګار کوي؛ دغه ناروغي څو نښې لري، چې یوه نښه یې د پوستکي سوروالی دی؛ شدیده تبه او سردردي د دې ناروغي نورې نښې یادیږي.

د مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ د څارویو د حلالولو پر مهال د پاکوالي نه رعایت هغه علت دی، چې ورسره د کنګو ناروغي پراخيږي.

  خبریال: رفیع صدیقي

Trending

Exit mobile version