پرمختګ او بشپړتیا

لوړو زدکړو وزارت د هېواد د پوهنتونونو د سیټونو د سهمیه بندۍ طرحه رد کړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

دغه وزارت وایي، پېنځه اویا سلنه سیټونه د عمومي کانکور آزموینې او یوازې پېنځه ویشت سلنه سیټونه د سیمه ییزو آزموینو له لارې سیالیو ته کېښودل کیږي او کومو کسانو، چې لوړې نمرې وړي وي پېنځه کلیدي پوهنځیو ته لار موندلی شي.

د لوړو زدکړو وزارت نوې طرحه، چې پوهنتونونو ته د لارموندلو څرنګوالی ټاکي، ډېره جنجالي شوې؛ خو د دې طرحې اصل متن څه دی؟

د لوړو زدکړو وزارت ویاند وایي، د افغانستان د پوهنتونونو په سیټونو کې د سهمیه بندۍ لپاره هیڅ راز پرېکړه نده شوې؛ خو پوهنتونونو ته  د لار موندنې آزموینې دوه لارې پیدا کړي دي: یعنې د کانکور پېنځه اویا سلنه سیټونه عمومي سیالیو ته وړاندې کیږي؛ خو پېنځه ویشت سلنه نور سیټونه بیا په څلور دېرش ولایتونو کې هغو سیمو ته ځانګړي کیږي، چې بېرته پاتې دي او لږ وده په کې شوې ده. په دې کې کابل هم له  خپلې ونډې برخمن دی.

د لوړو زدکړو وزارت په وینا؛ نوې طرحه وروستۍ شوې؛ خو ټول ولایتونه به د بېرته پاتې سیمو د پېنځه ویشت سلنه سیټونو په آزموینې کې برخه اخلي، چې یو ولایت هم ترې بې برخې نه پاتې کیږي؛ ځکه د دې طرحې موخه د سیمه ییزو کدرونو وده ده.

د لوړو زدکړو وزارت ویاند فیصل امین زیاتوي: د سږکال په کانکور آزموینه کې د پوهنتونونو پېنځه ویشت سلنه سیټونه خالي پاتې کیږي او داوطلبان یې د ځانګړې آزموینې له مخې؛ خو په لږ څه ټیټه سطحه کې سیالي کوي او په پایله کې له هغو کسانو سره، چې جګې نمرې یې وړي وي، لوړو دولتي پوهنځیو لکه طب، انجینري، حقوق، اقتصاد او کرنې ته لار مومي.

د افغان حکومت منطق دا دی، چې د دغې لارې له مخې به په بېرته پاتې سیمو کې لوړ استعدادونه پیدا او تحصیلي نظام ته وردننه شي او  د ټولو ولایتونو سیمه ییز کدرونه به وده وکړي.

د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت وایي: موخه داده، چې په ټول هېواد کې ځوانانو ته د ودې یو راز خدمات وړاندې شي او هیڅوک ترې بې برخې پاتې نشي.

په ولسي جرګه کې دغه  استدلال خپل– خپل مخالفین او ملاتړي لري.

د ولسي جرګې غړی اسدالله سعادتي وایي: تاسې نشئ کولی په دې توګه د زدکوونکیو تر منځ سیالۍ تر سره کړئ؛ خو کولی شئ، چې د برابرو شېبو او فرصتونو له اصله یې بې برخې کړئ.           

د ولسي جرګې غړی عبیدالله بارکزی څرګنده کړې؛ لکه څنګه، چې ولایتونه په پراختیایي پروژو کې برخه لري دغه راز باید په روزنه او زدکړو کې هم خپل حق ولري.            

عمومي نیوکه دا ده؛ څرنګه امکان لري، چې یو زدکوونکی د ټیټو نمرو په لرلو لوړ پوهنځۍ ته لار ومومي او یو تکړه زدکوونکی لدې زدکوونکي سره په یو پوهنځي کې کیني؛ خو د لوړو زدکړو وزارت وایي، د سیمه ییزو کدرونو د وړتیاوو لوړولو لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونه هم لري.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر اشرف غني نن له غرمې مخکې د کابل پوهنتون د علمي شورا له غړیو او د دې پوهنتون د محصلینو له اتحادیې سره په کتنه کې ویلي، چې پوهنتونونه باید داسې کادرونه تولید کړي، چې د دولت جوړولو پروسه بریالۍ کړي.

Trending

Exit mobile version