تازه خبرونه

مونږ د باتدبیره سولې غوښتونکي یو-اشرف غني

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

نن له غرمې وروسته د افغانستان ولسمشر اشرف غني د سولې په اړه ملت ته په یوه تلویزیوني وینا کې وویل، چې مونږ د سولې غوښتنونکي یو، سوله ژر غواړو؛ خو له تدبیر سره؛ ځکه، چې  د جګړې قربانیان افغانان دي او پرېکړه کوونکي هم باید افغانان وي.

ولسمشر غني له سولې وروسته هېواد ته د مخامخ خطرونو په اړه خبرداری ورکوي او وايي، چې حکومت سر له اوسه د هغو ګواښونو سره د مبارزې لپاره په تدبیرونو بوخت دی.

ښاغلي غني څرګنده کړې؛ له طالبانو غواړم، چې له حکومت سره د سولې خبرې پیل کړي.

ولسمشر د بهرنیو ځواکونو د شتون په اړه په ډاګه کړه، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتوالی د ملي اړتیا پر بنسټ اړین دي.

هغه دا ټینګار هم وړندې کړ، چې په روانه جګړه کې افغانان هم په هوايي بریدونو کې وژل کېږي او هم په ځمکنيو جنګونو کې؛ هیڅ افغان ته د منلو نه ده، چې د سنګین په څېر دردونکې پېښې بیا بیا تکرار شي.

ولسمشر زیاته کړې: هیڅ افغان ته د منلو نه ده، چې په پردیو هېوادونو کې سرګردانه او بي سرنوشته پراته وي؛ هیڅ افغان ته د منلو نه ده، چې د هېواد له نوم سره یې جنګ، فقر او بدبختي یاده شي او هیڅ افغان ته د منلو نه ده، چې بهرني ځواکونه یې د اوږد مهال لپاره په هېواد کې میشت وي.

د ولسمشر غني په اند یوازې یو ځواکمن دولت د خلکو د پت ساتنه کولی شي او د افغانستان خلک پر همدې اصل ملي اجماع هم لري.

ولسمشر غني وایي؛ غواړم په وضاحت سره ووایم، چې  که د طالبانو له خوا روانه جګړه نه وای د میلیونونو افغانانو ژوند به هوسا او مونږ به هم خپلې ملي انکشافي پروژې پلې کړې وای.

د نوموړي په وینا؛ طالبان دوه انتخابه لري، یا به د افغانستان عظیم ملت سره په یو غږ یو ځای کېږي او یا به د پردیو د اهدافو د پلي کولو وسیله ګرزي.

هغه دا هم په ډاګه کړه، چې د طالبانو له خوا تاوتریخوالی او د جنګ دوام د قوي دولت د جوړیدو مخه نیسي او دا د افغانستان د بهرنیو دښمنانو غوښتنه هم ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي داکتر زلمي خلیلزاد تېره شپه ناوخته ولسمشراشرف غني او د حکومت نورو غړیو ته د قطر په دوحه کې له طالبانو سره د خبرو جزئیات وړاندې کړل.

ولسمشرۍ د دوشنبې پر ورځ( د سلواغې ۸) څرګنده کړې؛ زلمي خلیلزاد د حکومت مشرتابه ته د معلوماتو ورکولو پر مهال په دوحه کې له طالبانو سره د خبرو په اړه په نړیوالو او کورنیو رسنیو کې خپاره شوي ناسم معلومات او ګنګوسي رد کړل او په ډاګه یې کړه، چې: د افغانستان د نظام د راتلونکي جوړښت په اړه یې له طالبانو سره هیڅ راز خبرې او بحث ندی کړی.

هغه دا هم ویلي: د موقت حکومت موضوع په بشپړه توګه ناسمه ده او په دغو خبرو کې په هیڅ وجه نده مطرح شوې او دا زما په صلاحیت او مسوولیت کې هم نه راځي؛ زما د صلاحیت موضوع دا ده، چې یوازې د افغانانو تر منځ مذاکراتو ته زمینه برابره کړم.

ښاغلی خلیلزاد وایي، چې له طالبانو سره یې پر اوربند بحث کړی؛ خو تر اوسه په کې کوم پرمختګ ندی رامنځته شوی.

د ښاغلي خلیلزاد د څرګندونو له مخې؛ له طالبانو سره په خبرو کې امریکا ټینګار کړی، چې په افغانستان کې دوامدارې سولې ته د رسیدو یوازنۍ حل لار د افغانانو تر منځ مذاکرات دي.

هغه زیاته کړې، چې طالبانو په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې؛ خو تر اوسه امریکایان ورسره هیڅ ډول پرېکړې ته ندي رسیدلي. که د بهرنیو ځواکونو په اړه هر ډول تصمیم نیول کېږي دا به په ټاکلي وخت له افغان دولت سره د همغږۍ له مخې تر بحث لاندې ونیول شي.

د امریکا استازي خلیلزاد په دې اړه، چې آیا طالبان به د افغانانو تر منځ د مذاکراتو پرېکړه وکړي او که نه، وویل، چې: د پاتې موضوعاتو د څارلو لپاره له طالبانو سره بیا لیدنه اړینه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي خلیلزاد له طالبانو سره د قطر په دوحه کې له ۶ ورځنیو  خبرو وروسته تېره ورځ ناوخته کابل ته رارسیدلی او د خپلو خبرو جزئیات په کابل کې د یوناما  مشرانو ته هم وړاندې کړي دي.  

طالبانو هم په یوه تویت کې په ډاګه کړې، چې( د خبرو) موضوعات درانده دي او زیات جر و بحث ته اړتیا لري؛ نو فیصله وشوه، چې د ځينو لاینحله مسایلو پر سر به په راتلونکي کې نورې ورته غونډي هم جوړیږي او پاته لاينحله مسائلو ته د حل مناسبه او مفیده لار پيدا او دواړه طرفه به د مجلس جریان له خپلو مشرانو سره شریک او هدایت ترلاسه کړي.

له بلې خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنيو ته څرګنده، کړې، چې د طالبانو يو مشر او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر نوی ټاکل شوی رییس ملا برادر اخوند تر اوسه قطر ته ندی تللی؛ خو په یو مناسب وخت کې به قطر ته ولاړ شي او خپل نوی مسوولیت به پر غاړه واخلي.

د رویترز خبري سرچینې د څرګندونو له مخې څرګندیږي، چې د راروانې میلادي میاشت پر ۲۵ به یو ځل بیا په قطر کې د امریکا او طالب استازیو خبرې پیل شي.

قتیل زوی

Trending

Exit mobile version