تازه خبرونه
ټولې صرافۍ به د پولي خدمتونو شرکتونه شي- د افغانستان بانک
د افغانستان بانک وايي، چې د هېواد ټولې صرافۍ به د پولي خدمتونو پر شرکتونو بدلې شي. د دغې پرېکړې په اړه یې د شهزاده سرای ټولې صرافۍ خبرې کړي دي او ژر به پلې شي.
د افغانستان بانک ویاند شریف الله شګیوال ویلي؛ د صرافیو په سیستم کې به خورا ژور بدون رامنځته او خدمتونه يي معیاري او پرمختللي شي.
د شهزاده سرای د صرافانو ټولني غړيو ويلي، چې د افغانستان بانک اوسنۍ پرېکړه د هېواد اوسنیو شرایطو ته په کتو د پلي کیدو نده.
د شهزاده سرای د صرافانو ټولني غړی حاجې ځیرک وایي، د افغانستان بانک چارواکي باید نوي پلانونه د هېواد روا نو حالاتو ته په کتو تنظیم کړي. دوی غواړي صرفان د څارنوالانو او د امنیت د کارمندانو په توګه وکاروي، چې دا ناشونې ده.
د اقتصادي چارو کار پوهانو ويلي؛ د افغانستان بانک نوي ګامونه او پرېکړې مهمې دي؛ خو باید چارې د هېواد له حالاتو سره سمې رامنځته شي.
د اقتصادي چارو کارپوه سلیم طوفان وایي؛ مونږ منو، چې باید د معیاري کیدو پر لوري روان شو؛ خو لومړی باید د پلانونو پلي کولو ته زمینه برابره شي. روانو حالاتو کې صرافۍ خورا اړینه دنده ده.
د اقتصادي چارو ځیني کارپوهان وايي؛ د افغانستان بانک له نړیوالو سره یو شمېر ژمنې کړي، چې اوس اړ دي په عام مارکیت کې دغه پروګرامونه پلي کړي.
خبریال: اسلم حجاب