تازه خبرونه

۱۳۹۶ کال افغانستان ته خونړی او بریدونه په کې ډېر پیچلي وه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

که څه هم ملي وحدت کومت د امنیت خوندي کولو لپاره ډېرې هڅې کړي؛ خو په دیارلس سوه شپږ نوییم لمریز کال کې سختې جګړې او پیچلي بریدونه تر سره شول، چې په تېره یوه لسیزه کې خونړي کال بلل شوی دی.

په دغه کال کې کابل اسلام آباد ته د سخت دریځو ډلو د ۳۲ روزنیزو مرکزونو نوملړ وسپارل شو، امریکا د څوارلس جنګي او یو سل و پنځوس هلیکوپترو د مرستې ژمنه وکړه.  دغه راز امریکا د افغانستان په ختیځ کې د داعش پر مرکز د بمونو مور با مور بم وغورځاوه.

له نوروز دوه دېرش ورځې وروسته طالبانو په بلخ کې پر شاهین قول اردو برید وکړ؛ یو سل و پنځوس سرتېري یې ووژل او اویا یې تپیان کړل. له همدې برید وروسته ملي دفاع وزیر او د پوځ لوی درستیز استعفاګانې وکړې او ولسمشر پخپله یادې قول اردو ته ورغي او سرتېرو ته یې مورال ورکړ.

په همدې کال کې ۸ ولسوالۍ د داعش، طالبانو او حکومتي ځواکونو تر منځ لاس په لاس شوي او ترینکوت، لښکرگاه، سرپل و فراه سقوط ته نږدې شوي وه. هومدا اوس هم ۱۱ ولسوالۍ له طالبانو سره، ۳ ولسوالۍ له داعش سره دي او په ۵۶ ولسوالیو کې جګړه روانه ده.

د افغانستان پیچلې جګړې د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ اړ کړ، چې د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره نوې جنګې تګلاره اعلان کړي.

ترامپ پخپله تګلاره کې د طالبانو او داعش په وړاندې پر جګړې او پر پاکستان د فشار راوړلو ټینګار وړاندې کړی دی.  

په دغه کال کې افغان ځواکونو ۳۶۶۳  ځمکني، ۴۶۳۱ هوایي، ۲۰۹ شپني عملیات تر سره کړي، چې د  ۱۰۸۴۴ طالبانو په ګډون ۳۷۵ قومندانان په کې وژل شوي دي.  دغه راز د ۷۲ اویا داعش قومندانانو په ګډون ۲۲۵۰ داعشیان وژل شوي دي. په داسې حال کې ، چې په دې موده کې ۵۰۰ افغان ځواکونو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۴۰۰ نور ټپیان شوي دي.

همدا اوس داعشیان په ننګرهار، فاریاب، جوزجان، سرپل، بدخشان او لغمان کې پراخې هڅې لري او  طالبان په دوه ویشتو ولایتونو کې حضور لري.

په شپږ نویم کال کې دعش او طالبانو اتیا ځانمرګي بریدونه او سترې چاودنې کړي دي؛ په وزیر محمد اکبرخان سیمه کې د حقاني شبکې لخوا د موتر بم چاودنې پنځو س کسانو ته مرګ و ژوبله واړوله.

د پولادي موترو په واسطه د  پکتیا پر امنیه قومندانۍ د طالبانو ځانمرګي برید د امینه قومندان په ګډون ۴۵ کسان ووژل ۱۴۵ یې ټپیان کړل. په کابل کې د امبولانس چاودنې ۹۵ کسان ووژل او ۱۸۵ نور یې ټپیان کړل. د امام زمان پر جومات د داعش ځانمرګي برید ۳۹  لمونځ کوونکي ووژل او ۴۵ ټپیان شول. پر انتر کانتینینتال هوتل د طالبانو په ډله ییزو ځانمرګو بریدونو کې ۱۴ بهرنيان او شپږ کورني مخکښ ځوانان ووژل شول او ۳۳ نور ټپیان شول.

له یاد تاوتریخوالي وروسته کابل ښاریانو د ارګ په خوا کې اعتراض وکړ، چې پر تاوتریخوالي واوښت.

د سرپل د میرزا اولنګ جګړه هم سخته بلل کیده، هلته کابو یوه اوونۍ جګړه وشوه، چې په ترڅ کې یې دري پنځوس دولت پلوي وسلوال د طالبانو لخوا ووژل شول.

په ټوله کې د شپږ نوییم کال په جګړه کې ۳۴۸۳ عام وګړي وژل شوي او ۷۰۱۵ ټپیان دي.

په دغه کال کې د امریکا دفاع وزیر او د دغه هېواد د پوځ لوی درستیز او د ناتو عمومي منشي هم کابل ته راغلل، چې د متیس د لومړني سفر پر مهال د کابل پر هوايي ډګر د طالبانو توغندي هم ولګیدل. په همدې کال کې محمد محقق په سوریه کې د فاطمیون په لوا کې د زرګونه افغانانو له جنګیدو ملاتړ وکړ. په شمشاد تلویزیون او د ملي امنیت ریاست په شاوخوا کې څو ځانمرګي بریدونه هم د یادونې وړ بلل کیدای شي.

په شپږ نوییم کال کې وسلوالو طالبانو تر ډېره د پوځ مهم مرکزونه په نښه کړل او په مقابل کې یې افغان سرتېرو پر طالبانو د شپې بریدونو او بمبارد ته زور وکړ؛ خو جګړه هماغسې د افغانانو ژوند اخلي.

اوس هم دوه سوه زره افغان سرتېري، چې نړیوال یې ملګرتوب کوي، د چارواکو په وینا له شل وسلوالو ډلو سره په جګړه کې ښکېل دي.

شپږ نویيم کال ووت اووه نوییم پیل کیدونکی دی؛ خو جګړه اوس هم توده روانه ده او هره ورځ د لسګونه کسانو ژوند اخلي.

Trending

Exit mobile version