تازه خبرونه
مونږ فدرالست یو او د خراسان اسلامي جمهوري فدرالست نظام رامنځته کوو
د آزادۍ، عدالت او امنیت ټاکنیزې ډلې مشر عبداللطیف پدرام د ټاکنیز کمپاین په لومړنۍ غونډه کې، چې د زمري پر ۲۴ نېټه جوړه شوه؛ ملي وحدت حکومت فاشیست بولي او څرګندوي، چې د نظام بدلون غواړي؛ ځکه، چې هېواد پردیو نیولی او نور یې په حق کې پرېکړې کوي.
نوموړي داهم څرګنده کړې، چې د ملي وحدت حکومت د غبرګولي له لومړۍ نېټې را پدیخوا خپل مشروعیت له لاسه ورکړی او د رڼو ټاکنو لپاره باید سرپرست حکومت جوړ شي.
نوموړي له پاکستان سره د نږدې اړیکو غوښتنه کړې، چې باید جګړه پای ومومي؛ ځکه په وینا یې د محمد اشرف غني کړنې د امان الله خان د کړنو تېروتنه ده او په وینا یې د د غني د حکومت ټولې کړنې عملي ندي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي د ښاغلي پدرام خبرې د هېواد خپلواکۍ او د خلکو د آزادۍ په وړاندې بې احترامي بولي او وایي، چې افغانستان اشغال ندی، مونږ بهرني میلمانه لرو. که ښاغلی پدرام پرې نه پوهیږي باید پر سیاسي پوهې یې شک وشي. که د افغانستان د آزادۍ جشن سپکوي او په سپکه ورته ګوري، دا له یو سیاستمداره د خلکو هیله نده.
د آزادي، عدالت او امنیت ټاکنیزه ډله دغه راز وایي؛ له طالبانو سره سوله هغه مهال شونې ده، چې نورو ډلو ته د دې ډلې ځای ځایګی معالوم شي او په خبره یې له سولې وروسته بیا کورنۍ جګړې ونشي.
خبریال: سمیع جهش