تازه خبرونه
ملکي تلفات او له بشري حقونو سرغړاوی د اندېښنې وړدی- سیما سمر
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمیسیون په هېواد کې له بشري حقونو د سرغړاوي پر پېښو اندېښنه وښوده او په ډاګه کوي، چې اوس هم په افغانستان کې د ملکیانو تلفات د زیاتیدو په حال کې دي.
نن د بشر حقونو نړیواله ورځ ونمانځل شوه؛ خو د بشر له حقونو سرغړاوی د اندېښنې وړ مساله ده.
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمیسیون رییسه سیما سمر وایي، د بشري حقونو د حالت د ښه والي لپاره ډېرې هڅې شوي؛ خو وضعیت نورهم خراب شوی دی.
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمیسیون رییسه سیما سمر زیاتوي؛ د خواشینۍ ځای دی، چې په هېواد کې د ملکي تلفاتو په ډېریدو کې نه یوازې وسلوالې ډلې، بلکې حکومت او نړیوال همکاران هم ښکېل دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تادامیچي یاماموتو وایي، چې د بشري حقونو سرغړاوی باید پای ومومي او حکومت دې د بښنې فرهنګ پای ته ورسوي.
نوموړي زیاته کړې؛ له افغان حکومت مننه کوو، چې د بشري حقونو د شورا د غړیو په هېوادونو کې یې ژمنه کړې. ملګري ملتونه غواړي، چې دغه ژمنې پلې او د خوندیتوب بهیر یې پیاوړی شي.
د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وایي، چې د پولیسو ظرفیت د عدالت د تامین په برخه کې ټیټ دی او ځینو مواردو کې پولیس خپله د بې عدالتي او قانون ماتولو سبب ګرزي.
نوموړي په دې برخه کې د جدي سمونونو ډاډ څرګند کړ.
افغانستان هغه هېواد دی، چې په کې د بشري حقونو د سرغړاوي پېښې ډېرې تر سترګو کیږي. خلک نیوکه کوي، چې د بشري حقونو سرغړوونکي سرې سترګې ګرزي؛ خو قانون یوازې پر کمزورو پلی کیږي.
د بشر حقونو خپلواک کمیسیون رییسه له ټولو ښکېلو خواوو غواړي، چې په جګړو کې بشري قوانینو او د ملکیانو ژوند ته پاملرنه وکړي.
خبریاله: لیدا نیازۍ