تازه خبرونه
قومي بنسټ پالي د برښنایي تذکرو د وېش خنډ دي- سرور دانش
د ولسمشر دوه یم مرستیال د اساسي قانون د تصویب د څوارلسمې کلیزې په نمانځغونډه کې وویل: قومي مسایلو ته لمن وهل له اساسي قانون څخه څرګنده سرغړونه ده او د برښنایي تذکرو د وېش لړۍ هم د قومي سنتدریځو لخوا یرغمل شوې ده.
د ولسمشر دوه یم مرستیال سرور دانش وایي، د اساسي قانون د بیا کتنې هره طرح که هغه لنډمهاله اداره وي او که دودیزه لویه جرګه ناقانونه کړنه ده.
د مشرانو جرګې لومړی مرستیال او د بشر حقونو خپلواک کمیسیون رییسه له اساسي قانون څخه پر سرغړونو غږیږي.
د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار وایي، که حکومت قانون پلی او بیا یې د تعدیل وړاندیز وړاندې کړی وای؛ اوس به له دې ستونزې سره نه مخ کیدو.
د بشر حقونو خپلواک کمیسیون رییسه سیما سمر وایي، قانون جوړوونکي خپله برابرۍ ته ژمن نه دي او نه د اساسي قانون پر مادو باور لري. که ورته ژومن وای د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د نه منلو قانو به له ستونزو سره نه مخ کیدی.
خلک اساسي قانون سره کرښه بولي او وایي، چې حکومت دې د دې ملي سند په ساتنه کې هڅې وکړي.
خبریاله: لیدا نیازۍ