تازه خبرونه
په افغانستان کې د خواړو نړیوال پروګرام د بودیجې له کمښت سره مخ شوی
د خواړو نړیوال پروګرام ويلي؛ که څه هم د افغانستان له نیمايي ډېر وګړي بېړنیو خوراکي مرستو ته اړتیا لري، خو اوسمهال دوی پخپله د بودجې له کمښت سره مخ دي.
په افغانستان کې د خواړو نړیوال پروګرام د بودیجې د کمښت په اړه د اندیښنې غږ پورته کړی دی.
د ملګرو ملتونو د خواړو نړیوال پروګرام چارواکو ویلي، چې د افغانستان خلکو ته به د خوراکي توکو رسول روان وساتي؛ خو اوس د بودجې د کمښت له کبله یې د مرستې عملیات له ګواښ سره مخ شوي دي.
یاد پروګرام په یو لړ ټویټونو کې خبرداری ورکړی، چې د افغانستان له نیمايي ډېر نفوس اوس هم بېړنیو خوراکي مرستو ته اړتیا لري.
د پوهنتون استاد سید مسعود په دې باور دي، چې د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو مرستې سمې نه مدیریت کیږي؛ نو، ځکه دا ډول مرستې نشي کولی په افغانستان کې د فقر او بېوزلۍ ستونزې حل کړي.
اسلامي امارت په افغانستان کې د بېوزلۍ په اړه د خواړو نړیوال پروګرام لخوا اعلان شوي ارقام نه تائیدوي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وايي بلال کریمي ویلي؛ نړیوال بنسټونه باید خپل شمېر ته په کتو په افغانستان کې د بشري مرستو کچه لوړه کړي.
دا لومړی ځل دی، چې د ملګرو ملتونو د خواړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د بودجې له کمښت سره مخ کیږي.
و شمېر کارپوهان په دې باور دي، چې د نړۍ بشري مرستې وخت پر وخت د سياسي مسايلو تر اغېز لاندې دي او ښايي دا مسله له اسلامي امارت سره د نړۍ له سياسي تعامل سره هم تړاو ولري.