تازه خبرونه

د افغانستان روغتیایي سکتور د پرځېدو له ګواښ سره مخ دی

Published

on

د روغتیا نړیوالې ټولنې مشر، چې کابل ته راغلی وایي؛ له تېره میاشتې راپدیخوا ډېري افغانان روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نلري او د درملو د نشتوالي له کبله ناروغان مري.
په کابل کې د روغتیا نړیوال سازمان مشر، چې افغانستان ته راغلی؛ د اسلامي امارت له لومړي وزیر سره غږېدلی، چې څرنګه افغانستان ته روغتیایي مرستې ورسول شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې د روغتیا نړیوال سازمان مشر د حکومت له مشر سره په لیدنه کې ژمنه کړې، چې افغانستان ته به نورې مرستې را ورسول شي.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ دا یوه اړینه لیدنه وهاو ژمنه وشوه، چې د درملو په اړه به نورې مرستې هم وشي.
له ځینو روغتونونو د لېدنې پر وخت د روغتیا نړیوال سازمان دې مسوول ویلي، چې په افغانستان کې روغتیایي سکتور د پرځېدو له خطر سره مخ دی او ډېري ناروغان د درملو د نشتوالي له کبله مري.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټډروس ادهانوم ګبریاسوس وایي: دا هېواد مرستو ته اړتیا لري. دواړه حالتونه د کړکېچ پر لوري درومي؛ روغتیایي سیستم پرځېږي، خلک درملو او لومړنیو روغتیایي اړتیاوو ته د مرستې په لار کې له مرګ سره مخ دي.
ملګري ملتونه وایي، چې له نوي دولت سره تعامل کوي، چې بشردوستانه مرستو لپاره لار پرانیستل شي؛ ځکه، چې ملګري ملتونه د افغانستان اقتصادي پرځېدو ته اندېښنه لري. له دې کبله هڅه کیږي، چې له مرستو سره خلک له لوږې وژغورل شي او د درملو د نشتون ستونزه هم اواره شي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش وایي: زمونږ لومړنی مسوولیت له طالبانو سره تعامل او د بشردوستانه مرستو لپاره پیاوړې ژمنه او وړتیا ده او فکر کړم، چې مثبت اغېز ولري.
په هېواد کې درملو ته اړتیا په کور دننه ډېره شوې او ان په کابل کې، چې کوم بې ځایه شوي دي؛ تر خیمو لاندې ژوند کوي او روغتیایي خدمتونو ته لاس رسی نلري.
مخکې له دې د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی و، چې شاوخوا دوه زره روغتیایي مرکزونه د بودجې د نشتوالي له کبله د تړلو له خطر سره مخ دي.

Trending

Exit mobile version