بی بی سی پښتو
د امریکايي ځواکونو قوماندان قطر کې له طالب استازو سره کتلي
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یوه پلاوي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ مېلر پرون د جمعې (د اپریل ۱۰) ماښام سره کتلي دي.
د دې دفتر ویاند سهیل شاهین په یوه ټويټ کې ویلي، په دې کتنه کې د دواړو لورو ترمنځ د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې پر پلې کېدو او په دې برخه کې د “شویو سرغړونو په اړه تفصیلي” خبرې شوې دي.
ښاغلی شاهین وايي، په دې غونډه کې غوښتنه شوې چې په غیر جنګي سیمو کې دې د بریدونو او چاپو مخه ونیول شي.
نوموړي په ټویټ کې لیکلي: “په ناسته کې په هغو بریدونو او چاپو هم جدي خبرې وشوې چې په غیرجنګي سیمو کې ترسره شوې او د مخنیوي غوښتنه يې وشوه”.
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند سوني لېګیټ رسنیو ته منلې چې ښاغلي میلر د طالبانو له استازو سره کتلي او وايي چې په دې لیدنه کې تاوتریخوالي د کمولو پر اړتیا خبرې شوې دي.
- امریکا له افغانستانه خپل زرګونه سرتېري ستنوي
- جنرال سکاټ مېلر: تاوتریخوالی باید کم پاتې شي
- یوناما او اروپایي ټولنې د اورکم د دوام غوښتنه وکړه؛ خو ۱۶ ولایتونو کې بریدونه شوي
نوموړي ویلي چې دا لیدنه د هغه امنیتي چینل له لارې شوې چې له طالبانو سره په هوکړه کې یې یادونه شوې ده.
له امریکا سره له هوکړې را وروسته موده کې وسله والو طالبانو پر افغان ځواکونو خپل بریدونه جاري ساتلي خو پر امریکايي موخو د دې ډلې له خوا د کوم برید مسؤلیت نه دی منل شوی.
د طالبانو د استازو او جنرال میلر ترمنځ لیدنه له هغې وروسته کیږي چې څلور ورځې وړاندې طالبانو اعلان وکړ چې د بندیانو د خلاصون پر موضوع له افغان حکومت سره روانې خبرې ختموي او له کابله خپل تخنیکي ټیم بېرته ور غواړي.
دوی له هغه وروسته دا ګواښ وکړ چې حکومت وویل، هغه ۱۵ طالب بندیان نه خوشي کوي چې وسلوال طالبان یې په خوشي کولو ټینګار کړی وو.
افغان حکومت دغه ۱۵ کسان په لویو بریدونو کې ښکېل بولي، خو طالبان وايي، دا کسان په هغه نوملړ کې شته چې امریکا ور سره هوکړه کړې ده.
د امریکا او طالبانو د هوکړې له مخې د پنځو زرو طالب او بدل کې د دې ډلې له خوا د زر افغان حکومت اړوند کسانو خوشي کېدل د افغانانو خپل منځي خبرو د پېل لپاره د یوه شرط په توګه وړاندې شوي دي.
افغان حکومت د طالبانو او امریکا د سولې تړون د لاسلیک لومړیو کې هم د طالب بندیانو له خوشي کولو سره مخالفت ښوده، خو ولسمشر غني د خپلې لوړې مراسمو کې وویل، چې د بندیانو خوشي کولو فرمان به صادر کړي.
د نوموړي د فرمان له مخې لومړي پړاو کې او د افغانانو له خپلمنځي خبرو مخکې پنځلس سوه طالب بندیان خوشي کوي، چې له دې بندیانو به هره ورځ سل کسان عمر، روغتیايي وضعیت او د بند پاتې مودې ته په پام خوشي کېږي.
د ښاغلي غني د فرمان له مخې د افغان حکومت او طالبانو د مخامخ خبرو پیلېدو او دې بهیر کې به هرو دوو اونیو کې پنځه سوه طالب بندیان چې ټول ۳۵۰۰ کېږي په دې شرط خوشي کېږي چې تاوتریخوالی پام وړ کم شي.
دې لړ کې افغان حکومت په تېرو ورځو کې ۲۰۰ تنه طالب بندیان خوشې کړي دي.
-
World5 days agoLarge blast near Beit Shemesh part of pre-planned test: Israeli defense firm
-
World5 days agoTrump returns from China with stability but little progress
-
Business5 days agoChinese and Uzbek investors express interest in Afghanistan’s mining sector
-
Regional3 days agoRevised Iranian proposal to end war shared with US, Pakistani source says
-
Latest News4 days agoAfghanistan, China discuss Wakhan Corridor cooperation and future infrastructure projects
-
Regional5 days agoAzerbaijan hosts record-breaking World Urban Forum in Baku
-
Sport4 days agoCanada aim for historic first World Cup win on home soil in 2026
-
Sport5 days agoAfghanistan, Kyrgyzstan play out stalemate in CAFA U-20 Championship
