Progress in Afghanistan
د کابل په برچي سیمه کې د محمد علي جناح روغتون پرانستل شو
د کابل ښار د لویدیځې برخې په دشت برچي سیمه کې د محمد علي جناح روغتون د پاکستان لخوا د څلیریشت میلیون دالرو پر ارزښت جوړ شو، چې د پرانیستې پر مهال یې حکومتي چارواکي او په کابل کې پاکستانی سفیر هم حاضر ول.
د ولسمشر دوه یم مرستیال وایي، په روغتیايي برخه کې ډېر کار شوی؛ خو اوس هم خلک له ستونزو ندي خلاص او د درملنې لپاره بهر ته ځي.
د ولسمشر دوه یم مرستیال محمد سرور دانش وایي، چې اوس هم د پلازمېنې کابل تر څنګ د هېواد په بېلابېلو برخو کې له ستونزو او ننګونو سره مخ یو او هېوادوال مو د درملنې لپاره نورو هېوادونو ته ځي؛ ځکه، چې زمونږ په روغتیایي مرکزونو کې ښه درمل نشته.
د پاکستان په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ویلي؛ هېواد یې چمتو دی، چې له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې ډېره همکاري وکړي.
د پاکستان په پارلماني چارو کې د دولت وزیر محمد خان وایي: لومړي وزیر مو ویلي، چې که مونږ وږي هم پاتې شو، خپلې ژمنې په روغتیایي برخه کې پلې کوو او ژر به په افغانستان کې د سرطان ناروغۍ د درملنې یو روغتون جوړ کړو.
د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز وایي، چې پاکستان نه یوازې د روغتون پر بېخبنا څلیریشت میلیون دالر لګولي، بلکې د روغتون د تجیزاتو په ګډون یې د روزنې د عملي کارونو تر څنګ خلکو ته تخصصي او له تخصص پورته خدمتونه هم وړاندې کوي.
دا روغتون په داسې حال کې ګټې اخیستو ته سپارل کیږي، چې مخکې لدې د کابل دشت برچې سیمې خلک له ډېرو روغتیایي ستونزو سره مخ ول، چې اوس به په دې اړه پوره ډاډه شي.