اخبار ساحوی
جهادي قوماندان او د مشرانو جرګې پخوانۍ غړى حاجي عبدالغني ووژل شو
يو تن جهادي قوماندان او د مشرانو جرګې پخوانى غړى حاجي عبدالغني او د هغه موټر چلونكۍ د دوشنبې په ورځ په مزار شريف كې د وسله والو كسانو په بريد كې ووژل شول.
جهادي قوماندان او د مشرانو جرګې پخوانۍ غړى حاجي عبدالغني د دوشنبې په ورځ ( د وږي ۱۸ ) خپل كور ته نږدې د وسله والو كسانو تر بريد لاندې راغى او ووژل شو.
په دغه پېښه كې د نوموړي موټر چلونكې هم وژل شوى او دوه ساتونكي يې ټپيان شوي دي.
يو شمېر عيني شاهدان وايي، چې وسله وال كسان له بريد وروسته په دې وتوانېدل، چې له سیمې څخه وتښتي.
په همدې حال كې د بلخ د والي وياند منير فرهاد د دغه پېښې د پخلي تر څنګ ويلي، چې پوليسو د پېښې د عاملينو د نيولو په موخه پلټنې پيل كړي دي.
په وروستيو كلونو كې دا لومړۍ ځل دى، چې په مزار شريف ښار كي يو جهادي مشر وژل كېږي. د دغې پېښې مسئوليت وسله والو طالبانو په غاړه اخيستى دى.