تجارت

روسیه میخواهان در بخش های انرژی برق و ساخت بندها و جاده ها افغانستان را کمک کند

Published

on

(Last Updated On: عقرب ۳, ۱۴۰۱)

وزارت اقتصاد در دومین نشست کمیسیون مشترک اقتصادی افغانستان و روسیه، تفاهمنامه ی افزایش همکاری ها را در بخش های مختلف دولتی و خصوصی  به ویژه انرژی برق، ساخت بند ها و جاده ها در افغانستان امضا کرد.

وزیر اقتصاد افغانستان این نشست را برای هر دو کشور سود مند خواند و بیان داشت که اینبار چانه زنی ها بیشتر برای عملی شدن تعهدات بود.

عبدالهادی ارغندیوال وزیر اقتصاد گفت:” امیدوار استیم که بعد از تطبیق این توافقنامه ها گام های موثر و مفیدی در بخش تجارت، انرژی و سرمایه گذاری های بیشتر در بخش های مختلف زمینه ها مساعد گردد”.

به گفته آقای ارغندیوال روسیه میخواهد سرمایه گذاری ها را بالای انرژی برق در افغانستان انجام دهد که از جمله می خواهد بخش دوم بند سروبی را که ظرفیت تولید 180 میگاوات برق را دارد، بسازند.

وی همچنان بیان داشت که “افغانستان خواهان شریک کردن معلومات معادن افغانستان از سوی روسیه است، چون این کشور سالهای پیش در افغانستان در مورد معادن بررسی و تحقیق کرده است”.

از سوی دیگر معاون وزارت انرژی روسیه که ریاست هیات کمیسیون مشترک اقتصادی افغانستان روسیه را نیز برعهده دارد می گوید روسیه افغانستان را به عنوان یک شریک بزرگ خود شناخته و خواهان حمایت از برنامه های بزرگ زیربنایی در این کشور است.

یوری  سینتیورین معاون وزارت انرژی روسیه  گفت:” تفاهم نامه ی امروزی ما بیشتر روی همکاری ها در بخش های ساخت سرک، تونل سالنگ، راه آهن ، بند برق، تمدید لین های برق، تحصیلات عالی، ساختمان سازی، افزایش مبادلات تجارتی در بخش های مواد غذایی، نفتی و همکاری ترانسپورت هوایی است. سرمایه گذاران خصوصی که بیشتر از 50 نفر با ما به افغانستان آمده اند، نیز خواهان سرمایه گذاری در این کشور اند”.

رییس جمهور افغانستان نیز روز گذشته با این هیات دیدار و گفتگو کرد و نیز از آنان خواست تا پروازهای شرکت هوایی روسیه در افغانستان از سر گرفته شود.

د روسيې دولت او خصوصي سكتور په افغانستان كې په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه برېښنا، د بندونو او واټونو په جوړېدو كې د ګډې پانګونې غوښتننه لري. د اقتصاد وزير د دې مطلب په څرګندولو سره وايي، د افغانستان او روسيې د ګډ اقتصادي كميسيون په دويمه ناسته كې په دې برخو كې له روسيې سره د همكاريو د زياتولو هوكړه ليك لاسليك شو.

د افغانستان او روسيې د ګډ اقتصادي كميسيون دويمه ناسته دا ځل په كابل كې جوړه شوه. د افغانستان د اقتصاد وزير عبدالهادي ارغنديوال وايي:

دا ناسته د دواړو هېوادونو په ګټه ده. ارغنديوال همدارنګه زیاتوي، چې په دې ناسته كې تر ډېره د مسكو د لومړنۍ ناستې د كړو ژمنو د عملي كېدو پر سر خبرې وشوې. كومې ژمنې، چې  د يوه كال په تېرېدو سره نه دي عملي شوي.

ښاغلى ارغنديوال همدارنګه وویل، روسان غواړي په افغانستان كې د برېښنا په برخه كې پانګونه وكړي، او همدا راز غواړي د سروبي دويم بند، چې د ۱۸۰ ميګاواټه برېښنا د توليدولو وړتيا لري، جوړ كړي.

نوموړی زیاتوي، افغانستان د خپلو كانونو په باب له روسيې څخه د معلوماتو د شريكولو غوښتنه لري ځكه د ده په وېنا، روسيې كلونه وړاندې په افغانستان كې د كانونو په برخه كې څېړنې كړې دي.

افغان چارواكي همدا راز له روسانو غواړي، چې په افغانستان كې د پخواني شوروي په پروژو كار وكړي.

بلخوا د روسيې د انرژۍ وزارت مرستيال يوري سينتيورين، چې د افغانستان او روسيې د ګډ اقتصادي كميسيون مشري هم كوي، وايي، روسيه افغانستان د خپل يوه ستر شريك په توګه پېژني او په دې هېواد كې د بنسټيزو پروژو غوښتنه او ملاتړ كوي.

نوموړي همدارنګه ووېل، دغه هوكړه ليك مو تر ډېره د سړك، سالنګ تونل، د اوسپنې د پټلۍ، د برېښنا بند په جوړولو او د برېښنا د مزو پر غځولو، لوړو زدكړو، د ودانيو پر جوړولو، د  خوراكي توكو، نفتي توكو او هوايي ترانسپورتي همكاريو په برخو كې د سوداګريزو راكړو وركړو په زياتوالي تمركز لري. د خصوصي برخې روسي پانګوال، چې شمېر يي له پنځوسو اوړي او له مونږ سره افغانستان ته راغلي، هم غواړي، چې په دې هېواد كې پانګونه وكړي.

ولسمشر حامد كرزي، چې د دوشنبې په ورځ (د وږي ۱۱ )  له دغه ۵۳ كسيز روسي پلاوي سره وكتل، په افغانستان كې د روسيې د هوايي شركت د الوتكو د بيا الوتنو غوښتنه وكړه.

Trending

خروج از نسخه موبایل