Latest News

د کرنې او مالدارۍ وزارت پر ۳۲۵۰ هکتار ځمکه د انځرو باغونه جوړوي

Published

on

(Last Updated On: April 5, 2020)

د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، چې تر راتلونکیو ۵ کلونو پورې به په هېواد کې پر۳۲۵۰ هکتار ځمکه د انځرو باغونه جوړ شي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت مسوولینو ويلي، چې د انځر د باغونو د پراختیا ملي طرحه د ولسمشر له خوا منظور شوې او تر راتلونکیو ۵ کلونو به د هېواد په کچه د انځرو د باغونو د جوړولو په برخه کې ۶۰ میلیون ډالر پانګونه وشي او لسګونه کسانو ته به کاري زمینه هم برابره شي.

مسوولینو دا هم ویلي، چې له دې  سره به په هېواد کې د انځرو د پروسس لسګونه مرکزونه هم جوړ شي.

اکبر رستمي د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند وایي، چې ډېري دغه باغو نه به  په هرات، بلخ او کندهار کې جوړ شي. افغانستان د انځرو د تولید په برخه کې لوړ ظرفیت لري؛ نو، څکه مو ورته سوداګریزه طرحه جوړه کړې ده.

د اقتصادي چارو کارپوهان هم د کرنې وزارت له دې هڅې هرکلی کوي او زیاتوي، چې د کرني وزارت باید پر هغو کرنیزو برخو پانګونه وکړي، چې ښه سوداګریز مارکیټونه لري.

د اقتصادي چارو کارپوه حکیم الله صدیقي  وایي: د کرنې وزارت باید ټول هغه کرنیز اقلام، چې په سیمه اونړۍ کې ښه مارکیټونه لري؛ باید پر هغو هم لکه د انځرو پانګونه وکړي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت مسوولین ويلي؛ افغانستان دمګړۍ د کال ۲۵ زره متریک ټن صادرات لري، چې د نويو باغونو له جوړیدو سره به د تولید کچه ۴۰ زره متریک ټن ته لوړه شي.     

Trending

Exit mobile version