لوبی
آریانا تلویزیون د هند کرکت غوره لیګ د خپرولو دیجیتل حق ترلاسه کړ
آریانا تلویزیوني شبکې په خپل دیجیتل پلیت فارمونو کې د کرکت تر ټولو لویې او تر ټولو ډېرې کتل شوې لوبې د هند کرکت غوره لیګ د خپرولو حق ترلاسه کړی دی.
د هند غوره لیګ یا (IPL) سږنۍ سیالۍ، چې د جمعې پر ورځ (د وري یوولسمه / د مارچ یودېرشمه) پیلېږي؛ میلیونونه افغان مینهوالو ته به د آریانا او آریانا نیوز اوبپاڼو له لارې د لاسرسي او لیدو وړ وي.
دغه سیالۍ هره ورځ د آریانا نیوز او آریانا تلویزیون د اوبپاڼو له لارې په ژوندۍ بڼه خپریږي، چې هېوادوال کولی شي؛ دا په زړه پورې سیالۍ له واټن پرته په خپلو کورونو او هر ځای کې ننداره کړي.
په دغه لیګ او سیالیو کې به د لوبغاړیو په ګډون د کرکت د نړۍ یو شمېر مشهور ستوري یو ځل بیا د کرکت په یوه ستره سیالۍ کې خپل استعدادونه نندارې ته وړاندې کړي.
هغه څه، چې باید پرې پوه شئ:
دا لیګ او سیالۍ به د جمعې پر ورځ ( د وري پر ۱۱ / د مارچ پر ۳۱ ) پیل شي. د تېر کال د اتلولۍ لرونکې لوبډله ګجرات تایتانز به په لومړۍ لوبه کې له چینای سوپر کینګز سره مخ شي.
ټولټال لس لوبډلې به په دې سیالیو کې ونډه ولري او د اتلولۍ تر پړاو پورې به ۷۰ سیالۍ وکړي.
پای لوبه به د غبرګولي پر ۷ / د می پر ۲۸ د احمد آباد په نریندرا مودي لوبغالي کې ترسره شي.
آریانا تلویزیون څنګه په دیجیتل پلیت فارمونو کې وګورو؟
- د آریانانیوز اوبپاڼه کېکاږئ
- د آریانا تلویزیون اوبپاڼه کېکاږئ
د هند غوره لیګ کرکت سیالیو بشپړ مهالوېش:
- د سیالۍ مهالوېش
په سږني IPL کې رامنځته شوي بدلونونه:
سږ کال د هند کرکت بورد (BCCI) د IPL په قوانینو او بڼه کې بدلون رامنځته کړی دی.
- د هندوستان د کرکت بورد د غوره لیګ د شپاړسمې دورې د کورنۍ او بهرنۍ سیالۍ تنظیم کړي او لس لوبډلې یې پر دوه ګروپونو وېشلي، چې هر یو یې پېنځه لوبډلې لري. هره لوبډله به د لیګ په پړاو کې ۱۴ لوبې کوي، چې په کې ۷ کورنۍ او ۷ بهرنې لوبې په پام کې نیول شوي دي.
- سږنی لیګ به ۵۲ ورځې په ۱۲ بېلابېلو ځایونو کې ترسره شي
- او په سږني لیګ کې نور ټولیز بدلونونه راغلي دي
د سږ کال لیګ لوبډلې:
- د الف ګروپ لوبډلې: ممبي اندینز، راجستان رویالز، کلکته نایت رایدرز، دیلي کپیتلز او لکنو سوپر جاینتز.
- د ب ګروپ لوبډلې: ګجرات تایتانز، چینای سوپر کینګز، پنجاب کینګز، سانرایزرز حیدرآباد، رویال چلنجرز بنګلور
هغه افغان لوبغاړي، چې په سږني لیګ کې لوبیږي:
سږ کال به پېنځه افغان لوبغاړي په بېلابېلو لوبډلو کې ولوبېږي، چې نومونه یې دا دي:
- د کلکتې په نایت رایدرز لوبډلې کې رحمان الله ګربز
- په ګجرات تایانز لوبډله کې راشد خان او نور احمد
- په سانرایزرز حیدرآباد لوبډله کې فضل حق فاروقي
- په لکنو سوپر جاینتز لوبډله کې نوین الحق
د راپورونو له مخې، ټول افغان لوبغاړي هند ته رسېدلي دي.