لوبی

آریانا ټلویزیون د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ درېیم پړاو خپروي

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۰, ۱۴۰۳)

د آریانا ټلویزیون نړیواله شبکه څرګندوي، ​​چې د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ درېیم پړاو به پر ژوندۍ قانوني او ځانګړې بڼه تولید او خپور کړي.

د آریانا ټلویزیون، فوټبال فډراسیون او ویکټور انرژی ترمنځ نن (یکشنبه د وري نولسمه) د دوه اړخیز او درې اړخیز تړون د لاسلیک مراسم ترسره شول.

د دغه تړون له مخې به آریانا ټلویزیون د هېواد د اتلانو لیګ درېیم پړاو سیالیو د تولید او خپراوي مسوولیت پر غاړه ولري.

د افغانستان اتلانو لیګ سیالۍ به د ویکټور انرژۍ پر مالي مرسته او د فوټبال فډراسیون د ۵ زره کسیز لوبغالي پر کوربتوب ترسره شي.

ټاکل شوې، چې دغه سیالۍ به د ۳۳ ورځو لپاره په ۶۶ سیالیو کې ترسره شي.

په دې سیالیو کې به د افغانستان ۱۲ غوره لوبډلې ( سرسبز یاشلر فاریاب، واحدي کندوز، اټک انرژي هرات، سرخ پوشان هرات، عصمت لغماني، ابو مسلم فراه، استقلال کابل، خدیم اف‌سي سرپل، خرآسان، عینو مېنه کندهار، عدالت فراه اف‌سي او موج ساحل) لوبډلې ګډون ولري.

د يادونې ده، چې دغه ​​زړه راکښونکې سپورټي سيالۍ به د غوایی پر لومړۍ / د اپرېل شلمه په کابل ښار کې پيل شي.

Trending

Exit mobile version